Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هوايي ډګر ته د خلکو له ور ماتېدو سره د ځينو ځوانانو نادرکه کېدل

کابل کې یو شمېر کورنۍ وايي، د دوشنبې له ورځې د خپلو زامنو، چې له نورو ځوانانو سره د کابل هوايي ډګر ته تللي و، بې خبره دي.

دوی وايي، د دوی زامن ان د مړو او ټپیان تر منځ هم نشته. په هغه ورځ شاوخوا ۴۰ تنه بیا د مرمیو په ډزو او د الوت پر مهال د یوې الوتکې له شاوخوا د لوېدو او همدارنګه د خلکو له حده زیاتې ګڼې ګوڼې له امله مړه او یا هم ټپيان شوي دي.

۲۵ کلن فیصل له شرعیاتو پوهنځیه فارغ شوی و او د همغې ورځې د سهار په اوو بجو له خپلو یو شمېر ملګرو سره هوايي ډګر ته تللی و.

د فیصل پلار اوس هغه هر ځای لټوي؛ خو لا تر اوسه د هغه پر موندلو نه دی بریالی شوی.

د فیصل پلار نجیب‌الله وايي:«زوی مې د دوشنبې په ورځ اوه بجې هوايي ډګر ته ولاړ، زنګ یې وواهه، له هغې ورځې وروسته هغه نادرکه شوي دي.»

د فیصل له خپلوانو همایون څرګندوي:«خبرونه مې چې واورېدل د دوشنبې په ورځ څلوېښت تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.»

د یو شمېر نورو ځوانانو د برخلیک په اړه هم چې، په هماغه ورځ هوايي ډګر ته تللي وو لا تر اوسه معلومات نشته.

په خواله رسنیو کې په ځینو خپرو شویو ویډیوګانو کې چې، بوږنونکي هم دي لیدل کېږي چې، لږ تر لږه پر الوتکې نښتي ۶ ځوانان له الوتنې څو شېبې وروسته په هوا کې راخوشې شوي او د څلورو جسدونه یې د هوايي ډګر پر رنوې لیکې او د دوو نورو جسدونه د خلکو پر بامونو ترلاسه شوي دي.

د کابل اوسېدونکی امیر وايي:«ډېر ستونزمن وضعیت و. ډېرې ډزې یې کولې. مرمۍ د ږلۍ په توګه پر خلکو راتللې.»

له دغې پېښې سره سره چې، د امریکا د هوايي ځواکونو له لوري څېړل کېږي لا هم هوايي ډګر ته د ځوانانو د تګ په کچه کې څه کموالی نه دی راوستی.

د ورځې په زرګونه تنه هېوادوال، خپل ټاټوبی چې یو عمر له سیوری ورسره وو، پرېږدي. د بلې کډوالۍ د څپرکي ترخې کیسې چې د تېر په څېر جګړه او سیاسي بې ثباتي یې پيلامه وه.

شریک یي کړئ