پر کابل د طالبانو د څلورمې ورځې ولکې سره، د طالبانو ځینې جګپوړي غړي وایي، چې کېدای شي یوه شورا د افغانستان مشري وکړي.
د وحیدالله هاشمي په نامه یوه جګپوړي طالب له رویټرز سره مرکه کې ویلي، چې دغه شورا به پرېکړه کوونکې وي او مشري به یې د طالبانو مشر ملا هبتالله کوي.
هاشمي په دې هکله ویلي:"په راتلونکې کې به په دې بحث وشي، چې څرنګه به وي، کېدای شي یوه شورا ولرو. د شورا مشر چې تاسې ورته ولسمشر وایئ، موږ ورته د وزیرانو مشر وایو. موږ به وزیران ولرو او ټول وزیران به د دغې شورا او د شورا د مشر له خوا په دنده وګومارل شي. امیرالمومنین (مولوي هبت الله اخوندزاده) زموږ مشر دی – مذهبي مشر او دغه راز سیاست د دین برخه ده. خو هغه د ولسمشر رول نه لري، لا به جګ رول لري. موږ به یو کس ولرو یا کېدای شي د هغه مرستیال د ولسمشر رول ولوبوي."
د یوې شورا له خوا د افغانستان د رهبري کېدو خبره داسې مهال کېږي، چې د راتلونکې نظام په هکله خبرې روانې دي.
په پام کې وه، چې د طالبانو او سیاستوالو یو پلاوی به په دوحه کې په دې هکله خبرې وکړي، خو دې وروستیو کې طالبانو ویلي، چې په دې تړاو به کابل کې خبرې وشي.
په ورته وخت کې عبدالله عبدالله او حامد کرزي بېګاه په کابل کې، د حقاني شبکې د مشر سراجالدین حقاني د کاکا له زوی خلیلالرحمان حقاني سره کتلي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي:"موږ له نړۍ سره خپلې اړیکو ساتو، خو دا اړیکې به د ځينو کورنیو اصولو پر بنسټ وي."
هېواد کې د راتلونکې نظام د جوړولو هڅې داسې مهال دي، چې نن د زمري ۲۸ مه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۲ مه کالیزه ده – عام خلک پر دې ورځ له نظام جوړونکو غواړي چې د افغانستان ملي بیرغ ته دې درناوی وکړي او همدا بیرغ دې د راتلونکې نظام بیرغ وي.
د کابل یوه اوسېدونکي روحالله احمدزي ویلي:"موږ پر طالبانو غږ کوو، چې په زور او وسله دې د خلکو د ازادۍ مخه نه نیسي."
د کابل یوه بل اوسېدونکي محمد ادریس ویلي:"له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا مو غوښتنه ده، چې افغانستان ته دې یو وار بیا پاملرنه وکړي او نه دې پرېږدي چې د افغانستان لاستهراوړنې له منځه لاړې شي."
بل خوا په سلګونه خلکو پرون په ننګرهار، کونړ او خوست کې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ په ننګه غږ پورته کړی، خو په جلالاباد کې دغه غږ په تاوتریخوالي اوښتی او د خلکو په وینا د طابلبانو په ډزو درې تنه وژل شوي.