Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جوبایډن وایي له افغانستانه د وتلو لپاره به له ټولو لارو کار واخلي

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ بر بنسټ، د امریکا ولسمشر بېګاه (جمعه د زمري په ۲۹ مه) افغانستان کې پاتو امریکایانو سره ژمنه وکړه، چې "تاسې به کورونو ته ورسوو." خو بایډن دا ویلي، چې د ایستلو ماموریت به خطرناک وي.

جوبایډن سپین ماڼۍ کې وینا او د خبریالانو پوښتنو ته په ځوابونو کې ویلي:"د نیوکو او دویم فکر لپاره به وخت ډېر وي."

د مساپر وړونکو الوتکو الوتنې د خپل ډول سختې الوتنې دي او پر کابل د طالبانو برید سره له زندان نه د دې ډلې د بندیانو ازادولو اندېښنې هم راولاړې کړې دي.

جوبایډن ویلي: د امریکا متحده ایالتونه په هوایي ډګر او شاوخوا کې هر شان احتمالي ګواښونه له نږدې څاري.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي:"زه نه‌شم کولی چې ووایم وروستۍ نتیجه به څه وي. خو د ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه تاسې ته ډاډ درکولی شم، چې له ټولو لارو کار اخلو."

امریکا په دې هڅه کې ده، چې د روانې اګېسټ میاشتې تر ۳۱ مې زرګونه کسان له افغانستان نه وباسي، که څه هم نوموړي څو ورځې وړاندې وویل، چې کېدای شي د وتونکو خلکو د امنیت لپاره امریکایي ځواکونه، د اګېسټ ۳۱ مې نه وروسته هم پاتې شي.

جوبایډن ویلي، د اګېسټ له ۱۴ مې تراوسه ۱۳۰۰۰ کسان د امریکا په نظامې الوتکو کې او د جولاي میاشتې راهیسې د اګېسټ تر ۱۴ مې ۱۸ زره کسان له افغانستان نه ایستل شوي دي - یوازې وړمه ورځ ۵۷۰۰ کسان له افغانستان نه وتلي.

نن اوومه ورځ ده چې طالبانو کابل نیولی او ورسره زرګونه کسان د کابل هوایي ډګر ته ورټول شوي، چې له افغانستان نه ځانونه وباسي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي "د نیوکو لپاره به ډېر وخت وي، چې له افغانستان نه د امریکایانو او د امریکا د هکارانو د وتلو عملیات بشپړېږي."

شریک یي کړئ