Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ:تر راتلوونکو څو اوونیو به د نوي حکومت چوکاټ اعلان شي

یوه طالب چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې ټاکل شوې تر راتلوونکې اوونۍ د نوي حکومت چوکاټ اعلان شي.

بلخوا سرچینې وايي چې د ټول ګډونه حکومت لپاره له طالبانو سره د سیاسي مشرانو خبرې اترې دوام لري؛ خو تراوسه پر اصلي موضوع هېڅ بحث نه دی شوی.

ورته مهال ټاکل شوې ده سبا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به هم کابل ته راشي.

یو طالب چارواکي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي دي:«ټاکل شوې ده چې په څو راتلوونکو اوونیو کې د نوي حکومت چوکاټ د طالبانو له خوا اعلان شي.»

د طالبانو دغه چارواکي یاته کړه:«د طالبانو حقوقي، مذهبي او بهرني سیاست کارپوهان، د دغه چوکاټ پر چمتووالي بوخت دي.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي څرګندوي:«هغه خبرې اترې چې له طالبانو سره جریان لري، با حوصله واوسو، خوشبینه واوسو، یو لس ورځې وخت ورکړو، ډېر د خوښۍ ځای دی چې په کابل کې جګړه ونه شوه او زه فکر کوم چې پاتې مسایل هم په ښه توګه مخته ځي. په داسې حال کې چې حکومت له ټولو قومونو استازیتوب کړي، له ښځو استازیتوب ولري همدا بسنه کوي.»

سیاسي فعال فرهاد اکبري په دې هکله وویل:«که چېرې دوی د اشرف غني په توګه د واک د انحصار په فکر کې وي او واک خپلو هلمندیانو او کندهاریانو ته وکړي او نور خلکو او ولایتونو ته درناوی ونه کړي، په دغه صورت کې د کورنۍ جګړې اټکل کېږي.»

دغه سرچینې د دې پخلی کوي چې د طالبانو د سیاسي ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم تېره ورځ کابل ته راغلی دی.

د سیاسي چارو کارپوه ویس ناصر د ملابرادر د سفر په هکله وویل:«د ښاغلي قریشي سفر تر ډېره په دې دلیل کېږي چې پاکستان غواړي چې د نوي حکومت په جوړونه کې له طالبانو او سیاستوالو سره خپله ونډه ولوبوي.»

بلخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم وايي:«ښاغلی عبدالله او مخکنیي ولسمشر حامد کرزي د کابل له سرپرست والي عبدالرحمان منصور سره ولیدل او ټينګار یې وکړ چې د کابل د اوسېدونکو د ځان او مال د امنیت ټينګښت باید د ټولو د لومړیتونو په سر کې وي.»

بلخوا، طالبانو د پلازمېنې اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې هغوی په دې هڅه کې دي چې د کابل امنیت په ښه شان تامین کړي.

د طالب ډلې یو غړی وايي چې د هغوی د شپې او ورځې هڅو په پایله کې تراوسه په کابل کې هېڅ امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

له دې سره سم ځينو هغو کارګرانو چې خپلو کارونو ته راستانه شوي دي ویلي دي چې د هغوی کارو بار د تېر پرتله تت دی.

یو له هټۍ والو نوید وايي:«کله چې طالبان کابل ته راغلل، خلک اندېښمن وو، هغوی په واټونو کې نه لیدل کېدل. خو اوس وضعیت بدلون کړی په واټونو کې د خلکو حضور زیات شوی دی او هغوی د امنیت حس کوي.»

د طالب ډلې غړی قاري محمد هارون څرګندوي:«د افغانستان ملت ته ډاډ ورکوم چې په نږدې راتلوونکي کې امنیت ټينګېږي او دا بهیر ډېر پياوړی کېږي.»

د طالبانو دا غړی ډاډ ورکوي چې وضعیت به ډېر ژر ښه شي.

له دې ټولو سره دولتي کارکوونکي لا تراوسه خپلو کارونو ته نه دي راستانه شوي، خو طالبانو ویلي دي چې ټول دولتي کارکوونکي په ازاد توګه او له هر ډول وېرې پرته کولای شي خپلو کارونو ته راستانه شي.
 
سرچینې د دې پخلی کوي چې د طالبانو د سیاسي ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم تېره ورځ کابل ته راغلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه