Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو کډوالۍ اداره: د افغانستان ګاونډیان دې لارې پرانیزي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنري، افغانستان کې بشري اړتیاوو ته اندېښنه لري او وايي، غواړي ډاډه شي، ټول هغه کسان چې مرستې ته اړتیا لري، نه دې هېرېږي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته، جګړه نه‌شته، خو وضعیت بدل شوی او راتلونکی لا روښانه نه دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنري وایي، روان کال کې افغانستان ته دننه بشري مرستو رسول او دغه راز شاوخوا ۵ سوه زره تنه بې‌ځایه شویو ته رسیدل اړین دي.

د یو این ایچ سي ار په بیان کې راغلي، چې اکثره افغانان نه‌شي کولی، له عادي لارو خپل هېواد پرېږدي.

په بیان کې راغلي:"د کابل د هوایي ډګر خپرو شویو عکسونو ټوله نړۍ کړولې او هېڅ ډاډ نه‌شته."

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنري خطر سره مخامخو افغانانو ملاتړ لپاره د ځينو هېوادونو د هڅو ملاتړ کوي.

یو این ایچ سي ار وایي، د وتلو لړۍ باید اغېزمنه نه شي او پر یو عاجل بدیل پروګرام دې کار وشي.

شریک یي کړئ