د رویټرز د رپوټ پر بنسټ د اروپایي ټولنې د اروپایي کمېسیون مشر اورسولا فون پرون شنبه ویلي، چې اروپایي ټولنه طالبان په رسمیت نه پېژني.
پر افغانستان د طالبانو تر یوې اوونۍ ولکې وروسته، اروپایي ټولنې دا هم ویلي، چې طالبانو سره سیاسي خبرې نه کوي.
طالبانو د تېرې اوونۍ پر همدې نننۍ ورځ (یکشنبه) له جګړې پرته پلازمېنه کابل خپل کنټرول کې کړ.
د اروپایي کمېسیون مشرې د اسپانیې په مادرید کې، له کابل نه وررسېدلو افغانانو سره کتنه کې دغه خبره کړې.
مېرمن فون ویلي، چې دا به د سږکال لپاره افغانانو ته اعلان کړې ۶۷ میلیونه ډالر بشري مرسته وړاندیز کړي.
مېرمن فون ویلي:"موږ کېدای شي د طالبانو خبرې واورو، خو تر بل هر څه به ډېر د هغوی کړنو ته ګورو."
نوموړې ویلي، چې اروپایي کمېسیون د اروپایي ټولنې هېوادونو سره د افغان پناه غوښتونکو منلو لپاره مرستې ته چمتو دی او دا موضوع به راتلونکې اونۍ د جي اوه هېوادونو په غونډه کې یاده کړې.
بل خوا یوه طالب چارواکي رویټرز ته ویلي:"ټاکل شوې راتلونکو څو اوونیو کې د نوي حکومت چوکاټ اعلان شي."
له دې ټولو سره سرچینې وایي، د ټولګډونه حکومت جوړېدو لپاره طالبانو سره د سیاسي مشرانو خبرې روانې دي، خو په اصلي موضوع تراوسه خبرې نه دي شوي.
له دې ټولو سره په پام کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ډېر ژر کابل ته راشي.
بل خوا د تېرې یوې اوونۍ راهیسې کابل کې دولتي ادارې او خصوصي بانکونه تړلي دي او عام خلک پر طالبانو غږ کوي، چې ژر تر ژر دې دغه ادارې پرانیزي.