Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل پرونۍ پېښې اکثره قربانیان ملکي کسان دي

په کابل کې د پرونۍ دوو چاودنو زیات ټپیان د ایمرجنسي روغتون ته رسول شوي.

د مژدې  په نامه یوه ۱۳ کلنه نجلۍ چې د ایمرجنسي روغتون مخه کې ولاړه وه، ویلي یې دي، چې پلار يې په پرونۍ پېښه کې ټپي شوی دی.

مژدې ویلي:"پلار مې ژوبل شوی. اوس یې خبر راغی، چې وضعیت یې ښه نه دی او په عاجله خونه کې ده. پلار مې دنده هم له لاسه ورکړه. د مور حال به مې څه شي. نه پوهېږو څه به وشي؟"

د مژدې ترور ویلي:"د خلکو راتلونکی معلوم نه دی. خلک بې‌وزله دي. ځينې خلک د کورونو کرایه ورکوي. بیې هم ختلې دي. له یوه سره ټولې ستونزې دي. بانکونه تړلي دي."

د کابل نوي ښار کې د ایمرجنسي روغتون مخې ته د پرونیو چاودنو د وژل شویو او ټپیانو خپل خپلوان راټول شوي دي.

هغوی چې خورا غمجن دي، د خپلو ژوبلو خپلوانو د لیدلو په تمه دي.

د کابل یوه اوسېدونکي ویلي:"خلک ډېره مایوسه دي. خلک په اوسني وضعیت کې ناکرار دي. ځکه ځینې خلک وطن پرېږدي. غواړو چې وضعیت ښه شي."

د کابل یوه بل اوسېدونکي ویلي:"که طالبان په رسمیت وپېژندل شي، د خلکو ستونزې به حل شي، که په رسمیت و نه پېژندل شي، کېدای شي وضعیت نور هم خراب شي."

د قربانیانو کورنۍ پر طالبانو او بهرنیانو غږ کوي، چې د پلازمېنې امنیت ټینګ کړي.

طالبان هم وایي، چې د پرونیو چاودنو اکثره قربانیان ملکي کسان دي.

د قربانیانو کورنۍ وایي، چې د دوی اکثره غړي، له هېواد نه بهر ته د تګ په تکل له کوره وتلي وو، چې د کابل هوایي ډګر ته څېرمه دوو چاودنو کې وژل شوي یا ټپیان دي.

Thumbnail

په کابل کې د پرونۍ دوو چاودنو زیات ټپیان د ایمرجنسي روغتون ته رسول شوي.

د مژدې  په نامه یوه ۱۳ کلنه نجلۍ چې د ایمرجنسي روغتون مخه کې ولاړه وه، ویلي یې دي، چې پلار يې په پرونۍ پېښه کې ټپي شوی دی.

مژدې ویلي:"پلار مې ژوبل شوی. اوس یې خبر راغی، چې وضعیت یې ښه نه دی او په عاجله خونه کې ده. پلار مې دنده هم له لاسه ورکړه. د مور حال به مې څه شي. نه پوهېږو څه به وشي؟"

د مژدې ترور ویلي:"د خلکو راتلونکی معلوم نه دی. خلک بې‌وزله دي. ځينې خلک د کورونو کرایه ورکوي. بیې هم ختلې دي. له یوه سره ټولې ستونزې دي. بانکونه تړلي دي."

د کابل نوي ښار کې د ایمرجنسي روغتون مخې ته د پرونیو چاودنو د وژل شویو او ټپیانو خپل خپلوان راټول شوي دي.

هغوی چې خورا غمجن دي، د خپلو ژوبلو خپلوانو د لیدلو په تمه دي.

د کابل یوه اوسېدونکي ویلي:"خلک ډېره مایوسه دي. خلک په اوسني وضعیت کې ناکرار دي. ځکه ځینې خلک وطن پرېږدي. غواړو چې وضعیت ښه شي."

د کابل یوه بل اوسېدونکي ویلي:"که طالبان په رسمیت وپېژندل شي، د خلکو ستونزې به حل شي، که په رسمیت و نه پېژندل شي، کېدای شي وضعیت نور هم خراب شي."

د قربانیانو کورنۍ پر طالبانو او بهرنیانو غږ کوي، چې د پلازمېنې امنیت ټینګ کړي.

طالبان هم وایي، چې د پرونیو چاودنو اکثره قربانیان ملکي کسان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه