Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا بې پيلوټې الوتکې برید کې د یوې کورنۍ۱۰تنه غړي وژل شوي

د یکشنبې ورځې په ماښام د کابل ښار د پنځلسمې حوزې په اړوند سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له لوري یو موټر په نښه شو. په دې پېښه کې د یوې کورنۍ لس تنه غړي وژل شوی دي.

د دغو وژل شویو کسانو خپلوان وایي چې د دغه برید ډېری قربانیان ماشومان او تنکي ځوانان دي.

پنځه کلن آرمین، درې کلن بنیامین، دوه کلنه سومیه، پنځلس کلن فیض، اتلس کن ضمیر، اته کلن فرزاد، د پخواني پوځ افسر محمد ناصر، زمری او دوه تنه نور د دې پېښې له قربانیانو دي.
   
د وژل شوي کس مېرمن انیسه وايي:«نن مو امریکا ته پرواز درلود، موږ داعش نه یوو له ګاونډیانو پوښتنه وکړئ!»

په دې پېښه کې د سامعې درې وروڼه، پلار او کوژن وژل شوي دي دا وایي چې واده ته یې هرڅه پېرلې و او ټاکل شوی وه، چې د جمعې په ورځ یې د واده مراسم ترسره شي.

نوموړې زیاتوي:«نن تللو چې د ګوژې ګوتمۍ (چله) وپېرو او ټاکل شوې وه چې د جمعې په ورځ د واده مراسم ترسره کړو.»

آرزو چې د دوو زامنو او یوې لور مور وه، وایي چې په دې پېښه کې یې درې واړه ماشومان وژل شوي دي.
 
د درېیو وژل شويو ماشومانو مور آروز وايي:«دوه زامن مې او لور مې موټر ته ولاړل، چې یو غږ واورېدل شو نور مې هغوی ونه لیدل.»

د دې کورنۍ خپلوان له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غواړي چې د دغه برید څرنګوالی وڅېړي.
  
د قربانیانو خپلوانه فهیمه څرګندوي:«دغه کورنۍ له داعش سره هېڅ کار نه دی لرلی بې ګناه ووژل شول.»

بل خا امریکا د دغه برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی او وایي چې دوی په کابل ښار کې د داعشیانو پناه ځای په نښه کړی دی او د امریکا پوځي چارواکي وایي چې په دې پېښه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه څېړنې پېل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه