Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'امریکا دې هوايي برید کې د ولسي وګړو وژل کېدلو مسوولیت ومني'

د بښنې نړیوال سازمان وایي چې امریکا دې په کابل کې د وروستي هوایي برید په پایله کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مسوولیت دې ومني.

دغه سازمان زیاتوي، امریکا باید د وژل شویو کسانو کورنۍ ته تاوان ورکړي.

د دغه سازمان په بیانیه کې راغلي دي:«امریکا په تېرو دوو لسیزو کې په هغو بریدونو کې چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې ترسره کړي؛ خو لا تر اوسه یې د ولسي وګړو د وژنې مسوولیت نه دی منلی.»

د دغه برید د قربانیانو خپلوان وایي چې د ملګرو ملتونو سازمان ته به شکایت وکړي تر څو دغه موضوع په جدي ډول وڅېړي.

 د یکشنبې په ورځ د کابل پنځلسمه ناحیه کې د امریکا متحده ایالاتونو د بې پیلوټه الوتکې برید کې د یوې کورنۍ لس غړي ووژل شول.

د درېیو ورځو په تېرېدو سره لا هم په دې کور کې ویر له ورایه ښکاري. د دغې کورنۍ د لسو کسانو وژل کېدل د پاتې کسانو ژوند تریخ کړی دی.
د وژل شویو کسانو خپل خپلوان وايي، امریکا هغه تور چې، پر دغې کورنۍ لګولی باید ثابت کړي.

د قربانیانو بله خپلوانه سامه هم څرګندوي:«همدا تور یې چې زما پر پلار پورې کړی چې له داعش سره یې لاس درلود، له کورنۍ مې څه باید له ټول ملت څخه بښنه وغواړي. د دې ځواب باید موږ ته راکړي چې ولې داسې یو غټ تور یې پرې ولګوه. موږ ته مو هېڅ پرې نه ښودل نه سرپناه، موږ باید له دې ځایه وباسي، موږ دا ځای نه غواړو د افغانستان په هر لوري یې یادونه دي.»

د وژل شوي زمري مېرمن انیسه په ډاګه کوي:«د کورنۍ سرپرست و، زموږ همدا څلور واړه کورنۍ دې له افغانستانه وباسي، هره مرسته چې کولای شي له موږ سره دې وکړي.»

له دې ټولو سره سره، ارزو هغه مور چې، په یاده پېښه کې یې خپل درې ماشومان له لاسه ورکړي وايي، د خپلو ماشومانو وینه هېڅکله هم نه بښي.
دا د خپلو ماشومانو د وژل کېدو د مهال په اړه داسې وايي:«مشر زوی مې اوه کلن وو، بل یې شپږ کلن و چې په همدې میاشت کې یې کلیزه هم وه، د لور مې هم په دغې میاشت کې دوه کلنه کېده او کلیزه یې وه. زه هغه څنګه هېر کړم.»

په کابل کې د تېرې یکشنبې په برید کې د شپږو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي دي.

امریکا ویلي چې، یاد برید یې د داعش پر یوه پټن‎ځای ترسره کړی؛ خو لا تر اوسه یې د دغو ولسي وګړو د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه