Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان: د پنجشېر شتل، پریان، خنج او ابشار ولسوالۍ مو نیولي

طالبان وايي چې د دوی ځواکونو د پنجشېر ولایت شتل، پریان،خنج او ابشار ولسوالی په خپل کنټرول کې راوستلې دي.

په داسې حال کې چې، له جمعې شپې راهیسې په پنجشېر کې له روانې جګړې څه کره جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو طالبان وايي، د پنجشېر څلور ولسوالۍ یې نیولې دي.

د طالبانو د فرهنګي چارو کمېسیون یو تن غړی وايي چې اوس مهال د دوی او د مقاومت جبهې ترمنځ د پنجشېر په مرکز کې جګړه روانه ده.

د طالبانو د فرهنګي ګمېسیون غړی انعام الله سمنګانی وايي:«د پریان، شتل، خنج او ابشار ولسوالۍ په بشپړه توګه فتح شوي او مجاهدین د عنابه ولسوالۍ په مرکزي برخو کې دي.»

خو په پنجشېر کې د مخابراتي شبکو د فعالیتونو د بندېدو له امله د طالبانو ضد جبهې د لیدلوري پر اخیستو بریالي نه شوو.

له بل لوري احمد مسعود په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې، د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ ته دوام ورکړي.

د طالبانو ضد جبهې یو بل قومندان امرالله صالح هم په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې، وضعیت سخت دی؛ خو دوی به خپل مقاومت ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې:«مقاومت دوام لري. دښمن ته مرګ ژوبله اوښتې ده او موږ ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. ما تېره ورځ د خپلو همسنګرانو مړي خاورو ته وسپارل. خو موږ پر وضعیت مسلط یوو.»

له دې سره سم، صلاح الدین رباني له طالبانو غوښتي چې، پر پنجشېر خپل بریدونه ودروي.

د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني هم وویل:«د فشار سیاست د دوام او اعمال په صورت کې، د خلکو په وړاندې زور او تاوتریخوالی، ژر او یا هم وروسته به د هېواد په ټولو برخو کې د خلکو له مقاومت سره مخ شي.»

عطامحمد نور بیا په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې، پر پنجشېر د طالبانو د بریدونو دوام به په هېواد کې د یو بلې جګړې د پیلېدو لامل شي:«که چېرې د سیاسي هوکړې لپاره د مشرانو غوښتنې پایلې ته ونه رسېږي، د مقاومت جبهې پراختیا له نورو غوراویو ده چې پر هغه به تمرکز وشي.»

په پنجشېر کې له روانې جګړې یوه اونۍ پوره کېدونکې ده. سره له دې چې، دواړو خواو د خپلو ستونزو د حلولو په موخه خبرې هم وکړې؛ خو بیا هم سره یوې پایلې ته ونه رسېدل.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه