Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نوې طرحې پر بنسټ په پوهنتونونو کې د درسونو پيل

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، چې د زده کړو د نوې طرحې پر بنسټ په خصوصي پوهنتونو کې درسونه پیل شوي خو د ښځنه او نرینه زده کړیالانو ټولګي به جلا وي.

عبدالباقي حقاني وايي، چې د خصوصي پوهنتونونو له مسوولینو سره یې په ګډه پر یوې طرحې کار کړی چې له مخې یې ښځینه و زده کړیالانو ته د جلا ټولګیو، جلا ودانیو او ښځینه استادانو پر تدریس ټینګار شوی دی.

بل لوري ته یو شمېر خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو دغه پرېکړې ته د چمتووالي په ښودلو، د زده کړیالانو له کم رنګه حضور اندېښنه ښودلې ده.

له اوږده ځنډ وروسته بیا پوهنتون کې د ټولګي پر دروازه قدم ږدي، ۲۳ کلنه قدسیه احمدي کابل کې د طب په رشته کې د یو خصوصي پوهنتون د طب محصله ده. دا د لوړو زده کړو وزارت له پرېکړې سره سم د وږي په ۱۵مه نېټه خپلو درسونو ته حاضره شوې ؛خو په ټولګي کې یوازې ناسته ده. هغه که څه هم د خپلو زده کړو دوام ته هیله منده ده ؛خو وايي، ځنې ټولګي والې یې روانو حالاتو د راتلونکي په اړه اندېښمنې کړې دي.

نوموړې وايي:«ښځینه طبقې ته طالبانو وویل چې تاسې ته په حکومت کې ډېره برخه نه درکوو او دې کار زموږ ډېری ښځینه اندېښمنې کړې دي چې که درس ووایو ؛نو بیا به راته کار پېدا نه شي. زه د خپلو ملګرو څنګ ته ولاړم او ټولو ته مې اطمنان ورکړ چې باید حوصله ونه بایلو.»

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست طلوع نیوز ته په واضح ډول وویل چې نجونې او هلکان په یوه ټولګي کې زده کړې نه شي کولای. 

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني وویل:«ځینې پوهنتونونه دا امکانات لري چې جدا تعمیر لري او هلته به جدا تعمیر کې ښځو ته درس ورکړل شي. بعضې پوهنتونونه بیا دا امکانات نه لري او یو تعمیر لري. دغسې پوهنتونونو کې کولای شو چې وخت تغییر کړو او هلکان و نجونې په مختلفو وختونو کې راشي. بعضې پوهنتونونه بیا داسې دي چې دا یو امکانات هم نه لري.»

له دې سره سره کې د یو خصوصي پوهنتون تدریسي مرستیال وایي دوی د هلکانو او نجونو د ټولګیو د جلا کولو بهیر په عملي توګه پیل کړی دی. 

د یو خصوصي پوهنتون مرستیال زین العابدین څرګندوي:«زمونږ له دوه زره محصلینو څخه نن ایله ۲۰ تنه راغلي وو او مونږ چې اړیکې وکړې؛ نو ډېرو امنیتي او اوسنی حالت د دې لامل ګڼلو چې درسونو ته نه دي حاضر شوي.»

د خصوصي پوهنتون زده کړیاله ټرینا خالقیار وايي:«زه چې نن پوهنتون ته راغلم بڼه بدله وه، د نجونې لارې جدا شوې وې، دهلیزونو تقسیم شوي و او نجونو ته ځان ته ځایونه بیل شوي دي. مونږ له دې اقدام څخه هرکلی کوو او دا یو ښه اقدام دی.»
 
تر اوسه په دولتي پوهنتونو کې هم درسي بهیر نه دی پیل شوی  خو د لوړو زده کړو وزارت وایي چې دولتي پوهنتونونه به هم د هلکانو او نجونو د ټولګیو په جلا کیدو پسې په نږدې راتلونکي کې پرانستل شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه