Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پنجشېر په جګړو کې د فهیم دشتي د وژل کېدو څرنګوالی

فهیم دشتي، یو له نامتو خبریالانو او د مقاومت جبهې ویاند، د دوشنبې په شپه په بنجشېر کې د جګړو په لړ کې ووژل شو.

د مقاومت جبهه وايي چې فهیم دشتي د پاکستاني ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.

فهیم دشتي شاوخوا درې لسیزې د خبریال، رسنیز سلاکار، د افغانستان د ژورنالستانو د فډراسیون د غړي، د صبح کابل د ورځپاڼې د مسوول او د افغانستان د خبریالانو د ټولنې د رییس په توګه دنده ترسره کړې ده.

همکاران یې وایي چې ښاغلي دشتي له سیاستت سره د لېوالتیا له امله څه موده وړاندې په پنجشیر کې د مقاومت د جبهې د ویاند  په توګه خپل کار پیل کړ.

د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې اجراییه رییس شعیب فنا وايي:«ښاغلی دشتي د بیان ازادۍ او رسنیز کار کې په درشل کې یې ډېر هڅان و او اته کاله یې په ټولنه کې له موږ سره کار وکړ او د هغه وژل کېدو موږ ټول اندېښمن کړو.»

د مقاومت جبه وایي چې ښاغلی دشتي د دوشنبې په شپه د پنجشېر په عنابه ولسوالۍ کې د پاکستان په یوه هوایي برید کې ووژل شو خو طالبان دغه ادعا ردوي.
  
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«فهیم دشتي او یو بل څوک چې نوم یې اخیستل شوی، چې دوی دواړه یې د میانجیګري لپاره لېږلي وو، کله چې هلته د میانجیګري لپاره تللي وو نه پوهېږم چې د قومندان جراات کسانو دوی ویشتلي دي وژلي او که د ګل حیدر کسانو وشتلي، خپل منځي منازعه وه په جګړه کې نه دی وژل شوی په خپل منځ کې یوه پېښه شوې ده.»

د رسنیو مسوولان فهیم دشتي د بیان د آزادۍ او د خبریالانو د حقونو د دفاع په برخه کې یو له هڅاندو کسانو بولي.
     
د ژوندون د خبر د برخې مسوول خان آغا سیال وايي:«پر وژل کېدو یې طبعاً ټول خبریالان خواشیني دي. او هیله مو دا ده چې په افغانستان کې د روانې جګړې او د ناخوالو لمن ټوله شي. دواړه لوري د خبرو له لارې د مرکزي حکومت پر رامنځته کېدو باندې هوکړه وکړي.»

د فهیم دشتي وژل کېدو په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ انعکاس لرلی دی.

د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د پخواني حکومت د سولې د مرکچي پلاوې غړې فوزیې کوفي، د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې اجراییه رییس صدیق الله توحیدي او د ټولنیزو شبکو لسګونه نورو کاروونکو دشتي د وتلي خبریال او نه ستړي کېدونکي مبارز په توګه یاد کړی دی.

خبریال نصیر موحد وايي:«فهیم دشتي د خبریالۍ په برخه کې کارپوه او پوه کس و، هغه د بیان ازادۍ لپاره ډېره هڅه کوله.»

فهیم دشتي په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د پنجشیر ولایت د عنابه ولسوالۍ د دشتک کلي په یوې روښانفکره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې، ښوونځي یې د استقلال په عالي لیسه کې پای ته ورساوه او په ۱۳۷۰ کال کې د کابل د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې شامل شو او د زده کړو له پای ته رسېدو وروسته یې د خبریالۍ په برخه کې خپل کار پېل کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه