Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان: نوی حکومت به د ملا هبیت الله له خوا رهبري شي

طالبان وايي چې د نوي حکومت مشري به د تحریک د مشر ملا هیبت الله اخند زاده په لاس کې وي.

ذبیح الله مجاهد وايي چې د طالبانو په نوي حکومت کې به ملاهیبت الله د امیرالمومنین په توګه ونډه ولري. ښاغلی مجاهد وايي، طالبانو ته د حکومت د جوړښت په بڼه کې د بهرنيو هېوادونو فرمایشونه او سپارښتنې د منلو وړ نه دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي:«امیر المومنین به ان شاالله د امیر په بڼه به مطرح وي، او دغه کابینه هغه اعلان کړه، ریاست الوزار هغه د صدر اعظمي موقف لري. صدر اعظم او خپله کابنیه یې اعلان کړه او کار ته یې وګومارل.»

بلخوا طالبان وايي چې د نوي حکومت د نوم او جوړښت په کار کې بهرنۍ لاسوهنې نه مني.

د طالبانو د کلتوري کمېسیون غړي انعام الله سمنکاني هم وویل:«په افغانستان کې نوی اسلامي حکومت د افغانستان د اسلامي امارت په نوم رسماً په خپل فعالیت پیل وکړ.»

ښاغلي مجاهد هم زیاته کړه:«له بهرنۍ نړۍ ته د افغانستان په چارو کې چا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوو. په افغانستان کې د نظام نوم، د نظام نوعیت او د نظام ترتیب د افغانانو کار دی.»

خو ايا د طالبانو له لوري اعلان شوې کابینه اواعلانېدونکی بشپړ حکومت به بهرني هېوادونه په رسمیت وپېژني کنه؟ 

پاکستانی خبریال  طاهر خان څرګندوي:«باید ډېر نور هېوادونه هم وي چې د اسلامي امارت نوم دې نه وي. په هر حال طالبانو ځان ته یو مشکل جوړ کړ، او د نړۍ لپاره یې ځان ته یو چلنچ پیدا کړ. او طالبان اړتیا لري چې نړۍ یې په رسمیت وپېژني.»

تر دې مخکې د ترویکا په چوکاټ کې د روسیې، چین او پاکسنتان په ګډون ځینو هېوادونو په ډاګه ویلي وو چې افغانستان ته د امارت راستنېدل ورته د منلو نه دي. روسیي اوس یو ځل بیا هم له طالبانو غوښتي چې په حکومت کې نورو ته هم برخه ورکړي. ایران بیا وایي په افغانستان کې هغه حکومت ورته مطلوب دی چې د ټولو خلکو ملاتړ ورسره وي. خو پاکستان لا تر اوسه په دې هکله خپل وروستی دریځ نه دی روښانه کړی.

ذبیح مجاهد د طالبانو د نوي سرپرستې کابینې د اعلان پر مهال وويل، چې د حکومت رهبري به د اسلامي امارات د مشر ملا هبیت الله اخندزاده په لاس کې وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه