Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دولتي مامورینې د خپلو دندو دوام غواړي

د دولتي ادارو ځینې کارکوونکې وایي، خپل نامعلوم برخلیک ته اندېښمنې دي.

هغوی وایي، د خپلو دندو دوام غواړي، خو تراوسه یوازې د روغتیا او پوهنې وزارتو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شوې ده.

دا مېرمنې پر طالبانو غږ کوي، چې د کار زمینه دې ورته برابر کړي او لوستي خلک دې د هېواد پرېښودو ته نه مجبوروي.

د شګوفه نجیبي په نامه یوه مېرمن چې ولسي جرګه کې د کار لس کاله تجربه لري او په هند کې د حقوقو په برخه کې ماسټري کړې وایي، طالبانو ورته کار ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

ولسي جرګه کې د بشري حقونو، مدني ټولنې او ښځو چارو د کمېسیون یوه کارکوونکې شګوفې نجیبي ویلي:"کله چې دفتر ته ولاړم – پوښتنه مې وکړه چې ولې زه د ننوتلو اجازه نه‌لرم؟ ومې ویل کله چې مو مشران وایي چې ښځې دې دندو ته ځي، نو تاسې ولې اجازه نه راکوي؟ زما همکارانو ته یې وویل چې دا دې نوره دندې ته نه راځي."

د ملکي بنسټونو په خوا کې، د سیګار د یوه راپور پر بنسټ شاوخوا ۵۰۰۰ ښځې په نظامي برخه کې هم کار کوي.

حنیفه همدرد یو له هغو مېرمنو ده، چې اتمه حوزه کې عسکره وه، وایي ۱۲ کاله یې کار کړی او اوس خپلې راتلونکې اندېښمنه ده.

حنیفې همدرد ویلي:"ماته یې وویل چې د کار اجازه نه درکوو. زه یوه کونډه یم. د کورنۍ ګټیالۍ یم. څلور ماشومان لرم چې کار و نه‌کړم څه وکړم؟"

خو له دې سره ځینې داسې مېرمنې هم شته چې د روغتیا برخه کې دندې لري او د کار د دوام اجازه ورکړل شوې ده.

د اندراګاندي ماشومانو روغتون کې یوې ډاکټرې لیمه محمدي ویلي:"ښځو ته اړتیا ده هره برخه چې وي. روغتون یا کوم بل ځای. هغسې چې نارینه و ته اړتیا ده – ښځو ته هم اړتیا ده."

د افغانستان د "موج تحول" ګوند مشره او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وایي:"کله چې مې په ۲۰۱۹ کال کې طالبانو سره ولیدل، یوه طالب مشر راته وویل ښځو ته هېڅ ستونزه نه‌شته چې لوړو څوکیو ته ورسېږي. وزیره دې شي ان لومړۍ وزیره دي او قاضۍ دې شي. اوس د هغه خبرو خلاف دي او زه فکر کوم طالبانو هغه خبرې د دې لپاره کولې چې د نړۍوالې ټولنې مشروعیت خپل کړي او نرم تصویر وړاندې کړي. خو اوس موږ وینو چې د ټول‌ګډونه حکومت په هکله د هغوی تعریف نهیلی کوونکی دی."

په دې هکله مو د طالبانو نظر ترلاسه نه‌کړای شوای، خو وړاندې یې ویلي وو، چې د ټولو ادارو تر فعالېدو پورې دې ښځې په کورونو کې وي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د شمېرو پر بنسټ په ملکي ادارو کې نژدې ۱۲۰ زره ښځې دندې لري، خو اوس د هغوی ټولو برخلیک نامعلوم دی.

دولتي مامورینې د خپلو دندو دوام غواړي

د دولتي ادارو ځینې کارکوونکې پر طالبانو غږ کوي، چې د کار زمینه دې ورته برابر کړي او لوستي خلک دې د هېواد پرېښودو ته نه مجبوروي.

شریک یي کړئ