Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حقاني: دولتي پوهنتونونو کې به یو شمېر مضامین حذف شي

په دولتي پوهنتونونو کې د درسونو د پېلېدو په هکله له خوشبینیو سره هم مهاله، د لوړو زده کړو وزارت چارواکي د هغو یو شمېر مضامینو له حذفولو خبر ورکوي چې له اسلام سره په ټکر کې دي.

د لوړو زده کړو وزارت په نږدې راتلونکي کې په دولتي بنسټونو کې د درسي چارو پر پیلېدو له ټينګار سربیره وايي، تر دې وروسته به تحصیلي نظام د اسلامي شریعت پر بنسټ وي او په ګډه د نجونو او هلکانو د درس ویلو سیستم پایته رسېدلی ګڼي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني وايي:«چې کله دغه اماده ګي پوره شي، نو بیا به د پوهنتونونو د شروع نېټه اعلانېږي او هغه به له هفتې نه زیات وخت وا نه خلي بلکې له هفتې نه به په کمه موده کې به اعلان وشي.»

د لوړو زده کړو وزارت له هېواده بهر یو شمېر علمي کدرونو ته د بېرته راتګ د زمینې له برابرولو سره، د هېواد په پوهنتونونو کې د ځینو درسي مضمونو چې، له اسلام په ټکر دي له حذفېدو خبر ورکوي.

ښاغلی حقاني څرګندوي:«د ځينو مضامینو کمی به راځي، چې نه له مسلکي لحاظه ګټور وي او نه هم فکري پلوه، او له اسلام سره په تصادم کې وي، ملي ارزښتونو سره په تصادم کې وي، هغو مضامینو کې به کمی راځي او هغه مضامین به ختم کړای شي.»

نوموړی همداراز زیاتوي چې، د یوه شفاف پروګرام له لارې به یو شمېر زده کړیالان د نورو زده کړو لپاره له هېواده بهر ته واستول شي او په وینا یې د هغو له تجربو به په هېواد کې ګټه واخیستل شي.

د نوموړي په وینا، هغو کسانو لپاره به هم د درس ویلو زمینه برابره شي چې، د جګړې پر مهال له روزنیز بهیره بې برخې شوي وو.

بلخوا په هېواد کې له وروستیو تحولاتو وروسته له نږدې یوې اوونۍ راهیسې په خصوصي پوهنتونونو کې درسونه پیل شوي؛ خو لا هم د زده کړیالانو او استادانو حضور ډېر پیکه دی.

یو شمېر زده کړیالان په هېواد کې د تحصیلي نظام د مبهم والي له امله خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي او په پوهنتونونو کې د روزنیز بهیر لپاره نوې جوړه شوې طرحه هم ستونزمنه ګڼي.

زده کړیال عبدالرحیم وايي:«استادان او زده کړیالان حاضر نه دي. یو ډېر کم شمېر حاضرېږي. موږ د خپل راتلوونکي په هکله اندېښمن یوو.»

بل زده کړیال فرشید هم څرګندوي:«هېڅ لېوالتیا نشته. زده کړیالان او استادان دواړه نه حاضرېږي.»
 
د لوړو زده کړو وزارت له هېواده بهر یو شمېر علمي کدرونو ته د بېرته راتګ د زمینې له برابرولو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه