له رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي چې د پخواني حکومت له پرځېدو راهیسې تراوسه، د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې ۱۵۳ رسنۍ په ټپه درېدلي دي.
دوی ګواښ کوي که چېرې د رسنیو مالي کړکېچ او د هغوی په وړاندې محدودیتونو ته پاملرنه ونه شي، په راتلوونکو ورځو کې به ډېرې رسنۍ وتړل شي.
د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې مرستیال حجت الله مجددي په دې هکله وايي:«که چېرې د رسنیو ملاتړې ادارې د افغانستان رسنیو ته پاملرنه ونه کړي، موږ به ډېر ژر د نورو رسنیو د کارونو د درېدو شاهد هم واوسو.»
د خبریالانو د ملي ټولنې استازی مسرور لطفي څرګندوي:«د دغه کار دوام د اندېښنې لامل شوی دی او له نړۍوالو بنسټونو هیله لرو چې دغه وضعیت ته د رسېدنې لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي، که نه په افغانستان کې د بیان ازادۍ او ټولو انساني او وګړۍ ازادۍ جنازه به ادا شي.»
له بلخوا د یوې خصوصي رسنۍ مسوولان چې په دې وروستیو کې یې خپل فعالیتونه درولی دي وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله د رسنیز فعالیت د دوام وړتیا نه لري.
مېلمه راډیو په ۲۰۱۱ کال کې په پکتیکا کې خپل فعالیت پېل کړ او د دې راډيو د مسوولانو په وینا په تېره یوه لسیزه کې یې بېلابېلې سیاسي، کلتوري، اقتصادي او سپورټي خپرونې وړاندې کړې دي. خو اوس د دې راډيو مسوولان وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله د مېلمه راډیو خپرونې درېدلې دي.
د مېلمه راډیو د امتیاز خاوند یعقوب خان منظور څرګندوي:«د کاري وضعیت د نامناسب والي او اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه مې درولي دي.»
مېلمه راډيو د ۳۵ کارکوونکو په لرلو سره په ۱۳ ولایتونو کې خپرونې لرلي او اوس یې د خپرونو په درېدو سره ټولو کارکوونکو خپل کار له لاسه ورکړی دی.
د مېلمه راډيو خبریال جمال الدین الهام وايي:«له بده مرغه د اقتصادي ستونزو له امله زموږ رسنۍ خپل کار بند کړ.»
د مېلمه راډیو خبریال محمد اکرم شهاب هم وویل:«د دغې رسنۍ کار د اقتصادي ستونزو له امله درېدلی دی او موږ هم خپله دنده له لاسه ورکړه.»
د رسنیو د ملاتړو بنسټونو په وینا پر اقتصادي ستونزو سربېره، د محدودیتونو لګول کېدل بله هغه ستونزه ده چې په هېواد کې د رسنیو د فعالیت د درېدو لامل شوې ده، خو طالبان وایي چې هڅه کوي رسنیو او خبریالانو ته د فعالیت خوندي فضا برابره کړي.
په دې اړه مو اندونه