Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبان: د امرالله صالح له کوره مو شپږنیم مېلیون ډالر ترلاسه کړل

طالبانو نن دوشنبې (د وږي په ۲۲مه) د یوې ویډیو له خپرولو سره وايي چې په پنجشېر کې د چاڼيزو عملیاتو په لړ کې د امرالله صالح له کور نه شپږ نیم مېلیون ډالر او د سرو زرو ۱۸ خښتې ترلاسه کړي دي.

د طالبانو د کلتوري کمېسیون غړی شهاب لېوال وايي:«زموږ مجاهدینو نن د امرالله صالح له کوره شپږ نیم مېلیون ډالر او د سرو زرو اتلس سکې ترلاسه کړې چې مالیې وزارت ته به ورکړل شي.»

خو نه امرالله صالح او نه هم هغه ته کوم نږدې کس تر اوسه په دې تړاو غبرګون ښودلی دی.

بل خوا په یوې ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، ظاهراً لیدل کېږي چې د طالبانو له لوري یو کس چې پوځي یونيفورم یې اغوستی دی، ویشتل کېږي. د ټولنیزو شبکو کارونکي ادعا کوي چې دا پېښه په پنجشېر کې شوې ده.
             
د پنجشېر اوسېدونکي حشمت الله وویل:«ژر تر ژره باید دغې پېښې ته رسېدنه وشي. د پنجشېر د خلکو وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی.»
                  
د پنجشېر بل اوسېدونکی نقیب الله هم زیاتوي:«د بشري حقونو او نړۍوالو بنسټونو له خوا باید وڅېړل شي. دا یو جنایت دی.» 

بل خوا طالبان وایي چې د دې پېښې څرنګوالی څېړي.
            
طالبانو ته نږدې کس مولوي عبدالحق حماد څرګنده کړه:«دا ډول وېډیوګانې او عکسونه د طالبانو پر ضد خپرېږي، خو طالبانو په ځلونو ثابته کړې چې دغه وېډیوګانې یا پخوانۍ دي او یا هم په نورو هېوادونو پورې اړه لري.»

تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون له طالبانو غوښتې وو چې په پنجشېر کې د ملکیانو د وژل کېدو په تړاو د خپلواکو څېړنو د ترسره کېدو زمینه برابره کړي.

تراوسه نه امرالله صالح او نه هم هغه ته کوم نږدې کس تر اوسه په دې تړاو غبرګون ښودلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه