په کندهار کې سلګونه کسانو پرون (سهشنبه د وږي په ۲۳ مه) د طالبانو د هغې پرېکړې په غبرګون لاريون کړی، چې ویلي یې دي، له دولتي کورونو دې ووځي.
لاریونوال دقیق نه پوهېږي چې د ولايتي ادارې د کوم دفتر له لوري ورته له کورونو د وتلو امر شوی دی.
لاریونوال زیاتوي، له کلونو راهیسې په دغو کورونو کې استوګن دي، خو اوس ورته د طالبانو له لوري په نا رسمي توګه د وتلو امر شوی دی.
یوه لاریونوال ویلي:(( شل کلونه کېږي چې دا د فرقې په سیمه کې اوسېږو، موږ دا منو چې دا دولتي ځایونه دي اما موږ ته راکړل شوي دي. موږ کورونه پرې ودان کړي دي او شخصي لګښتونه مو پر کړي دي، اوس د څو ورځو راهیسي طالبان موږ ته اعلانونه کوي چې موږ باید د دغو کورونو څخه ووځو.))
بلخوا يوه ځايي خبريال ادعا کړې، چې د لاريون د خبري پوښښ پر مهال طالبانو وهلی ډبولی.
خبریال بسم الله وطن دوست ویلي:(( ما د لاریون پر مهال د یوې ښځې سره مصاحبه کوله، حال دا چې وړاندې تر لاریون څخه د ویډیو کولو او مصاحبه کولو اجازه مې هم اخیستې وه، خو یو بله ډله طالبان راغلل او زه يې بیا بیا په ډول ووهلم.))
طالبانو دغه اعتراض ته په غبرګون کې د خبریال د وهل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو په یوه خبرتیا کي یې ویلي چې، اعتراض کوونکي د اوس لپاره په دغو کورونو کې اوسیدلی شي خو د پاتېدو یا وتلو پرېکړه به یې د مسوولینو له لورې د تر څیړنو وروسته وشي.