Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'افغانستان کې د بې ځایه شویو شمېر ۵،۵ مېلیونو ته رسېدلی'

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کې بې ځایه شوو کسانو شمېر پنځه اعشاریه پنځه مېلیونو ته رسېدلی دی.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، په دې کې له ایران او پاکستان نه راستانه شوي څه باندې ۵۰۰ زره کډوال هم شامل دي چې په تېرو اتوو میاشتو کې راغلي دي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
 
بلخوا یو شمېر هېوادوال وايي، د کاري فرصتونو د نشتوالي او بې وزلۍ له امله اړ دي چې نورو هېوادونو ته په ناقانوني لارو ولاړ شي، خو د کډوالو چارو وزارت وايي، له مرستندویه سازمانونو د مرستو پر راجلبولو او په هېواد کې د کاري فرصتونو د برابرولو پر لارو چارو بوخت دي.

د کډوالو چارو وزارت تنظیمونکی ارسلان خان خروټی وايي:«زموږ خواست له دوی څخه دا دی چې دوی په خپل هېواد کې پاته شي، هېواد کې مو امن دی له امن وروسته به د کاري فرصتونو او د دوی لپاره د کاري زمیني او اقتصاد به برخه کې جدي توجه وشي.»

امان الله چې د تخار ولایت اوسېدونکی دی په نیمرزو کې د ایران تر پولې رسېدلی و، تازه بېرته کابل ته راستانه شوی دی.

دی وايي چې ایران ته یې په نا قانوني توګه د تلو په تکل پولې ته څېرمه اته ورځې تېرې کړې، خو د سختو بندیزونو له امله بېرته راستانه شول:«اته ورځې کېږي چې له کوره راوتلی یم شپږ ورځي او شپې مې د ایران سره پر پوله تېرې کړې، هلته له درې زره څخه ډېر کسان چې ښځې او ماشومان هم ورسره و، که به نارینه تر پولې تېر شول، ماشومان به يي پاته وو، یعني هلته ډېر بد حالت وو.»

د بدخشان اوسېدونکی سید ولي هم وايي:«زه له هېواده په تېښته نه یم راضي، خو مجور یم او دومره په تکلیف یم چي نور بله لار نه لرم چې د هېواده ونه وځم، که زه له هېواده ووځم حداقل دومره به وکړای شم چې دلته مې کورنۍ ده، د هغوی لاس نیوی وکړم.»

بل خوا زرګونه کورنۍ چې د جګړو پر مهال يې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو کابل ته پناه راوړې ده، لاهم لاسنیوي ته اړیتا لري.

د زابل اوسېدونکی احسان الله څرګندوي:«واړه ماشومان هر چاته د غاړې دي کورنۍ او اولادونه لري، کور لري خو په دغه حالت کې د هغوی ساتل ډېر ګران کار دی ټول مرستې ته اړتیا لري.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان دا هم وايي، چې د جنوري میاشتي له لومړی رانیولې بیا د سیپټمبر تر ۸ نیټي پورې تر پنځه سوه زره ډیر کسان له ایران او پاکستان  څخه راستانه سوي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه