Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد وایي د غني تېښتې په وروستۍ شېبه کې توافق خراب کړ

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، له فایننشل ټایمز سره مرکه کې ویلي، چې د اګېسټ میاشتې په نیمایي کې له افغانستانه، د افغانستان د مخکیني ولسمشر اشرف غني تېښتې، طالبانو سره توافق په وروستۍ شېبه کې خراب کړ.

د خلیلزاد په خبره، پلان دا و، چې طالبان به کابل ته نه نږدې کېږي او د سیاسي لېږد پر سر به خبرې کېږي، خو د غني تېښتې د واک تشه رامنځته کړه او طالبان ښار ته ننوتل.

زلمي خلیلزاد ویلي: "ان په وروستیو کې هم، موږ له طالبانو سره سلا وکړه چې کابل ته به نه ننوځي. "

خیلزاد دا هم ویلي، سلا دا وه، تر هغو چې په دوحه کې سیاسي توافق نه وي شوی، اشرف غني به پر خپلې څوکۍ وي، ان که طالبان د کابل دروازو ته هم ورسېږي.

د خلیلزاد په خبره، د غني تېښته د دې لامل شو، چې د کابل امنیتي ځواکونه له پوستو ووځي او طالبان کابل ښار ته ننوځي.

محمد اشرف غني د تېرې میلادي میاشتې اګېسټ په ۱۵ مه، وروسته له هغې له هېواده ووت چې طالبان د کابل ښار دروازو ته رسېدلي وو.

وروسته بیا ښاغلي غني په یوه بیان کې وویل، ځکه له هېواد نه ووت چې د وین‌تویېدنې مخنیوی وشي.

زلمی خلیلزاد وایي، سلا دا وه، تر هغو چې په دوحه کې سیاسي توافق نه وي شوی، اشرف غني به پر خپلې څوکۍ وي، ان که طالبان د کابل دروازو ته هم ورسېږي.

Thumbnail

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، له فایننشل ټایمز سره مرکه کې ویلي، چې د اګېسټ میاشتې په نیمایي کې له افغانستانه، د افغانستان د مخکیني ولسمشر اشرف غني تېښتې، طالبانو سره توافق په وروستۍ شېبه کې خراب کړ.

د خلیلزاد په خبره، پلان دا و، چې طالبان به کابل ته نه نږدې کېږي او د سیاسي لېږد پر سر به خبرې کېږي، خو د غني تېښتې د واک تشه رامنځته کړه او طالبان ښار ته ننوتل.

زلمي خلیلزاد ویلي: "ان په وروستیو کې هم، موږ له طالبانو سره سلا وکړه چې کابل ته به نه ننوځي. "

خیلزاد دا هم ویلي، سلا دا وه، تر هغو چې په دوحه کې سیاسي توافق نه وي شوی، اشرف غني به پر خپلې څوکۍ وي، ان که طالبان د کابل دروازو ته هم ورسېږي.

د خلیلزاد په خبره، د غني تېښته د دې لامل شو، چې د کابل امنیتي ځواکونه له پوستو ووځي او طالبان کابل ښار ته ننوځي.

محمد اشرف غني د تېرې میلادي میاشتې اګېسټ په ۱۵ مه، وروسته له هغې له هېواده ووت چې طالبان د کابل ښار دروازو ته رسېدلي وو.

وروسته بیا ښاغلي غني په یوه بیان کې وویل، ځکه له هېواد نه ووت چې د وین‌تویېدنې مخنیوی وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه