Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د وېزو اخېستلو تور بازار

په کابل کې د پاکستان سفارت ته راغلی یو کس وايي، سره له دې چې، د پاکستان ویزه لري؛ خو د تورخم له دروازې د تېرېدو د سند د نه لرلو له امله اجازه نه ده ورکړ شوې چې، پاکستان ته واوړي.

دغه کس ادعا کوي چې، یو شمېر کسان د دغه سفارت په شاوخوا کې یاد سند په پیسو پلوري.

د کابل یوه اوسېدونکي محمدهارون ویلي: "خلک له یوې تر دوو میاشتو دلته په تمه وي. ویزې هم لري، خو له تورخم اوښتلی نه‌شي. یو تور بازار یې جوړ کړی له دوو تر درېیو سوو ډالر اخلي او بیا د اوښتو سند ورکوي. "

سره له دې چې، په کابل کې ګڼ سفارتونه تړلې دي، خو په ظاهره داسې لیدل کېږي چې، د ویزو د پېر او پلور بازار ښه ګرم دی.

یو بل کس چې د یوه سیاحتي شرکت مسوول دی وايي، په قانوني بڼه یوازې د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو احتمال شته، خو د نورو ګاونډیو هېوادونو ویزې په تور بازار کې پلورل کېږي.

د نوموړي په وینا، په تور بازار کې د پاکستان ویزه تر ۳۵۰ ډالرو، د تاجیکستان ویزه تر ۴۰۰ ډالرو، د ازبکستان ویزه تر ۱۳۵۰ ډالرو او د ترکیې ویزه تر ۵ زره ډالرو پورې پلورل کېږي.

د یوه سیاحتي شرکت مسوول شفیع صمیم ویلي: "د تاجکستان د وېزې اصلي قیمت ۶۰ ډالره دی، خو په مارکیټ کې له درې نیم سوو نه تر څلور سوو ډالرو پورې دی. د ترکیې د ویزې بیه ۱۲۰ ډالره ده خو په تور بازار کې تر پینځه زره ډالرو ده. دا هغه رازونه دي، چې شرکتونه پرې نه پوهېږي، خو د اول لاس همغږي کوونکي پرې پوهېږي. "

له دې سره عام هېوادوال له بهرنیو هېوادونو غواړي چې، په کابل کې د خپلو سفارتونو له لارې د فعالیتونو په بیا پیل سره د ویزې ورکړې په برخه کې شته ستونزو ته ورسېږي.

د یوه سیاحتي شرکت کارکوونکي پروېز اکبري ویلي: "موږ غوښتنه کوو چې سفارتونه په قانوني توګه پرانیستل شي، چې تور بازار ختم شي. "

د کابل یوه اوسېدونکي احمد الله ویلي: "ډېرې ستونزې دي. موږ غواړو چې سفارتونه ژر فعال شي او خلک وېزې واخلي. "

سره له دې چې، له افغانستانه بهر ته د هوا له لارې سفرونه نه دي پیل شوي، خو د هرې ورځې په تېرېدو سره د هغو کسانو په شمېر کې ډېروالی راځي چې، غواړي له هېواده ووځي.

تر دې مخکې د پاکستان د ویزې بیه ۱۵ ډالره، د هند د ویزې بیه ۲۰ ډالره، د تاجیکستان او ازبکستان د ویزو بیه ۷۰ ډالر او د ترکیې د ویزې بیه ۱۲۰ ډالره وه.

هېواد کې د وېزو اخېستلو تور بازار

کابل کې د اکثرو هېوادونو د سفارتونو تړل کېدو سره، د بېلابېلو هېوادونو د وېزو اخېستونکو شمېر زیات شوی او دا چاره تر ډېره په تورو بازارونو کې ترسره کېږي.

شریک یي کړئ