د سرپرستې کابینې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن (پنجشنبه د وږي په ۲۵ مه) ویلي، چې مسوولو بنسټونو ته دنده ورکړل شوې، چې معلومه کړي، د باختر تاریخي خزانه چېرې ده؟
د سرپرستې کابینې د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق وایي، د دوی اوسنۍ ارزونه ښيي، چې ملي موزیم، ملي ارشیف، ملي ګالری او ځینې نور تاریخي اثار په خپل ځای دي.
احمدالله وثیق ویلي:"دا موضوع څېړل کېږي او موږ معلومات کوو چې حقیقت څه دی؟ که انتقال شوې وي، خو د افغانستان تاریخ سره لوی خیانت شوی. هڅه روانه ده، چې معلومه شي، که دا خزانه او نور شیان له هېواد نه بهر ته وړل شوي وي، د افغانستان حکومت به په دې هکله جدي ګام واخلي."
د باختر خزانه د هېواد یوه له تاریخي شتمنیو او اثارو ده، چې مخکیني حکومت د فبرورۍ په میاشت کې ظاهراً د ساتنې په موخه، د ارګ په چارچینار ماڼۍ کې ښکاره کړه.
د مخکیني حکومت تر سقوط راوروسته اوس د دغې خزانې د ځای په هکله اندېښنې راولاړې شوې دي.
د سرپرستې کابینې د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ویلي:"هر هغه څه چې محرم نه وي او ورته ضرر نه رسېږي، نو نندارې به وړاندې شي. هغه قراردادونه چې د تاریخي ابدو، موزیم او نورو فرهنګي توکو په هکله له نړۍوالې ټولنې سره لاسلیک شوي، پر خپل ځای پاتې کېږي."
عام خلک بیا وایي، د باختر خزانه د هېواد له شتمنیو ده او باید سم پام پرې وساتل شي.
د کابل یوه اوسېدونکي حشمت ویلي:"ولې یې بل ځای ته وړي، باید زموږ هېواد کې وي. هر تاریخي څه باید زموږ خپل هېواد کې وي او نندارې ته دې وړاندې شي."
د کابل یوه بل اوسېدونکي سهیل ویلي:"تاریخي او لرغوني اثار د هېواد ویاړ دی او باید پام پرې وساتل شي."
د ملي ګالرۍ یوه کارکوونکي صبغت الله ویلي:"د طالبانو تر راتګ وړاندې د ملي ګالرۍ ټول اثار خوندي ول او اوس هم خوندي دي."
د باختر خزانه کې شاوخوا اوه کیلو سره زر، لرغوني او تاریخي اثار دي، خو په هېواد کې د تېرو څو لسیزو تحولاتو کې ورته ضرر رسېدلی و او دې وروستیو کې بېرته رغول شوې وه.