Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د درملو ټيټ کیفیت؛ د هېوادوالو لپاره ستر سر خوږی

ځينې هېوادوال د درملو د بیې له لوړوالي او په روغتونونو کې د هغه د کمښت له امله په شکایت وايي هغه درمل چې هېواد ته واردېږي کم کېفیته دي.

په دغو ورځو کې د درملو د کمښت او همدارنګه د هغوی د کیفیت د کمښت په هکله د هېوادوالو شکایتونه ډېر شوي دي. هغوی وايي چې د مالي زیان سربېره، د کم کیفیته درملو د استفادې له امله د ځينو ناروغانو ژوند هم له ګواښ سره مخ کېږي.

د بدخشان اوسېدونکی شاولي چې د درملنې لپاره د کابل جمهوریت روغتون ته راغلی دی په دې هکله وايي:«درمل په دوه زره او درې زره پېرو خو کیفیت یې ټيټ دی.»

۴۶ کلن خال محمد له هرات څخه د خپلې مېرمنې د درملنې لپاره د کابل جمهوریت روغتون ته راغلی دی. هغه وايي چې د مېرمنې له ناروغۍ یې یو نیم کال تېرېږي او په دې موده کې یې د خپلې مېرمنې پر درملنې ۵۰۰ زره افغانۍ لګولې دي.

هغه زیاته کړه:«وايي چې همدا درمل ښه دي او له دې لوړ کیفیت لرونکي نه پیدا کېږي، موږ هم هماغه پېرو خو لوړ کیفیت نه لري.»
 
د افغانستان د درملو ټولنې شمېرې ښي چې په هېواد کې کابو ۴۰۰ شرکتونه د درملو د وارداتو کار کوي.

د درملو د ټولنې د چارواکو په وینا، هر کال له پاکستان، ایران، هند او چین نه د ۴۰۰ مېلیونه ډالرو درمل هېواد ته واردېږي.

د درملو د ټولنې رییس اسدالله کاکر وايي چې د درملو د کیفیت د ارزونې لپاره یوازې یو لابراتوار شتون لري چې بسندویه نه دی.

ښاغلي کاکر وویل:«په کابل کې د درملو د ارزونې یوازې یو لابراتوار دی، له هرات، کندهار، جلال اباد چې درمل راننوځي ټول یې په کابل کې ارزول کېږي؛ دا بسندویه نه دی.»

بلخوا ډاکټران هم وايي، چې هېواد ته له قاچاقي لارو د درملو واردات د دې سبب شوي چې بازار ته تر ډېره کم کیفیته درمل وړاندې شي.

د کابل جمهوریت روغتون رییس محمدالله علیشنګی هم وايي:«مارکټ ته تقلبي درمل ننوځي او د هغه تشخیص ستونزمن دی. تقلب کاران تر دې بریده باکیفیته جوړوي چې نه ډاکټر، نه پروفیسور او نه فارمسي یې تشخیص کولای شي.»

دا په داسې حال کې ده چې هېوادوال وايي چې د روغتیايي خدمتونو د ټيټوالي له امله، د کال په لسګونه زره تنه د درملنې لپاره د هند، ایران او پاکستان په ګډون بهرنیو هېوادونو ته ځي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه