Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښځو چارو وزارت د حذف کېدو په غبرګون کې د ښځو اعتراض

معترضو مېرمنو یو ځل بیا د هغه څه له امله چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې هڅه بولي، د پلازمېنې په یوه واټ کې لاریون کړی دی. د دغو معترضو مېرمنو تازه غوښتنې د ښځو چارو وزارت بېرته فعالېدل او د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستل دي.

د ښځو د حقونو ځينې مدافعانې او د مدني ټولنې فعالانو د یکشنبې په ورځ د ښځو چارو وزارت د حذف او سرپرستې کابنیې د ترکیب او همدارنګه د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت ته د ورکړې، دندې ته د ښځو د تک مخنیوي او د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو  په غبرګون کې لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د کابل په نوي ښار کې، له سرپرستې کابینې غواړي چې د ښځو چارو وزارت دې بیا فعال کړي او د نجونو ښوونځي دې هم پرانیزي.
            
د مدني ټولنې فعاله لیدا په دې هکله وویل:«د ښځو چارو وزارت باید حذف نه شي، ځکه چې دا د افغانستان د مېرمنو هویت دی. د دغه وزارت حذف کول له ټولنې د ښځو د حذف کولو په معنا دی.»

د مدني ټولنې فعاله دیبا فرهمند هم وايي:«د امر بالمعروف وزارت باید د ښځو چارو وزارت پر ځای نه وی راغلی. باید بل ځای ته ولېږدول شي.»

دغه مېرمنې ټینګار کوي ډېری هغه مېرمنې چې له کاره راګرځول شوې دي، د یوې کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري.

د ښځو د حقونو فعاله حسینا سروري څرګندوي:«ډېری ښځې دي چې په خپله د خپلې کورنۍ سرپرستي په غاړه لري. بله چاره نه لري چې کار ونه کړي نو څه وکړي؟»

بلخوا د موج تحول ګوند د هغه څه په غبرګون کې چې له ټولنې نه یې د ښځو لېرې کېدل ګڼي، یوه غونډه جوړه کړې ده. د دغه ګوند مشرې  فوزیې کوفي چې په قطر کې ده، په آنلاین توګه په دې غونډه کې ګډون وکړ او ټینګار یې دا و چې په راروانو ورځو کې به  ښځو ته د عدالت غوښتنې لپاره افغانستان ته راشي.

نوموړې زیاتوي:«لیدل کېږي چې طالبان د هرې ورځې په تېرېدو سره، ښځې له ټولنې لېرې کوي. معلومېږي چې طالبان لا هم د هغو تېرو کلونو په فکر او خیال کې دي او هېڅ بدلون یې نه دی کړی.»
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې له نارینه ښوونکو او زده کوونکو غوښتي دي چې خپل تدریس او درس ته راوګرځي، خو په دغې اعلامیه کې د نجونو د ښوونځيو پېلېدو ته اشاره نه ده شوې او دغه کار کورنۍ اندېښمنې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه