د ځینو رسنیو مسوولان وايي په اوسني نامعلوم حالت کې خپل لګښتونه نهشي پوره کولی او ان ځینو رسنیو خپل فعالیتونه درولي دي.
خو له دې سره ځینې کورنۍ رسنۍ د معلوماتو مهمې سرچینې دي او د پخوا په شان په عادي ډول نشرات لري.
په افغانستان کې راډيو، ټلويزيون، ورځپاڼې او انلاين رسنۍ د تېرو دوو لسیزو د لاستهراوړنو څخه ګڼل کېږي، خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې ګڼو رسنيو د بېلابېلو دلايلو له امله خپل دفترونه او فعالیتونه بند کړي دي.
د بست راډیو مسوول عبدالسلام زاهد ویلي: "موږ وړاندې له موسسو او حکومت نه پروژې اخېستلې او سوداګریز اعلانونه مو لرل. خو اوس اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. "
خبریال بسمالله وطندوست ویلي: "رسنۍ پر اعلانونو ولاړې دي او اوس اعلانونه نهشته. کله چې اعلانونه نه وي، نو خامخا د رسنیو مالي وضعیت کمزوری کېږي. "
یو شمېر خبريالان د رسنيو لپاره د څرګندې پالیسۍ نشتوالی، له هېواده د يو شمېر تجربه لرونکو خبریالانو وتل، د سوداګریزو اعلانونو نهشتون، د اقتصادي بحران له امله د بودیجې کموالی او اطلاعاتو ته کم لاسرسی د رسنيو پر وړاندې نورې ننګونې بولي.
خبریال زینالله ستانکزي ویلي: "د رسنیو وضعیت ښه نه دی او دا بېلابېل لاملونه لري. یو لامل دادی، چې مسلکي خبریالانو هېواد پرېښود. "
خو له دې ستونزو سره سره ځینې افغان رسنۍ د پخوا په څېر خپل فعالیتونه ترسره کوي.
د سرپرستې کابینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، پر ازادو رسنیو يي محدودیت نه دی لګولی او کولی شي خپلو فعالیتونه ته دوام ورکړي.
د سرپرستې کابینې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي: "په ولایتونو کې ځینې ستونزې شته او موږ هڅه کوو، چې ستونزې حل کړو. موږ ازادو رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکړې. موږ درک کوو، چې ځینو برخو کې خپلسانسوري شته. "
تېره څه باندې یوه میاشت کې په هېواد کې تر ۱۵۳تصویري، غږېزو، چاپي او انلاین رسنيو خپل فعالیتونه درولي دي.