Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سرپرستې کابینې نور غړي اعلان او د لوړې مراسم لغوه شول

نن (سه‌شنبه د وږي په ۳۰ مه) د سرپرستې کابینې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد، کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د کابینې پاتې سرپرست غړي معلوم او د لوړې مراسم لغوه شول.

مجاهد دا هم وویل، چې د کابینې پاتې غړي مسلکي دي او نور به هم مسلکي شي.

مجاهد د کابینې د رسمیت پېژندلو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دوی تمه لري نړۍواله ټولنه به یې ژر په رسمیت وپېژني.

د هېواد اوسني اقتصادي وضعیت ته په کتو مجاهد وویل، چې دوی له ډېپلوماټیکو لارو کار اخلي، چې د  افغانستان کنګل شوې مرستې، له کنګلېدو خلاصې شي.

له ذبیح الله مجاهد نه د ښځو چارو وزارت او ښوونځیو ته د نجونو د ورتلو په هکله هم پوښتنه وشوه، خو هغه په ځواب کې وویل چې سرپرسته کابینه د ښځو د کار او تعلیم د څرنګوالي معلومولو په هکله کار کوي.

د سرپرستې کابینې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي: "موږ پر داسې تګلاره کار کوو، چې پر بنسټ یې نجونې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي. "

د سرپرستې کابینې پاتې اعلان شوي غړي:

نورالدین عزیزي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په توګه.

حاجي محمد بشیر د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په توګه.

حاجي محمد عظیم سلطان‌زاده د سوداګرۍ وزارت د دویم مرستیال په توګه.

قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه.

عبدالباري عمر د روغتیا وزارت د مرستیال په توګه.

محمد حسن غیاثي د روغتیا وزارت د بل مرستیال په توګه.

صدر ملا محمد ابراهیم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه.

ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت د مرستیال په توګه.

نظرمحمد مطمین د اولمپیک د ملي کمیټې د سرپرست په توګه.

مجیب الرحمن عمر د برېښنا وزارت د مرستیال په توګه.

حاجي غلام غوث پېښو ته د رسېدو وزارت د مرستیال په توګه.

محمد فقیر د احصایې د مرکزي ادارې د سرپرست په توګه.

حاجي ګل محمد د سرحدونو وزارت د مرستیال په توګه.

ګل‌زرین کوچی د سرحدونو وزارت د دویم مرستیال په توګه.

ارسلا خروټی د کډوالو وزارت د مرستیال په توګه.

لطف الله خیرخواه د لوړو زدکړو وزارت د مسلکي مرستیال په توګه.

او نجیب الله د اټومي انرژۍ د رییس په توګه ګومارل شوی.

د سرپرستې کابینې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد نن د سرپرستې کابینې ځینې نور غړي اعلان کړل.

شریک یي کړئ