Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د مېرمنو ځینې ځانګړي رسټورانټونه بند شوي

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې راهیسې د ښځو لپاره ځینې ځانګړي کافي شاپونه او رسټورانټونه تړل شوي دي.

په هېواد کې د تېرې زمري میاشتې په ۲۴ مه رامنځته شوي بدلون پر بېلابېلو ورځنیو چارو اغېز کړی، چې له منځه یې د ښځینه پانګه‌والو کاروبار هم ټکنی دی.

د نیکي تبسم په نوم یو مېرمنې درې کاله وړاندې د ښځو لپاره یوه ځانګړې کافه جوړه کړې وه، چې شاوخوا یو میلیون افغانۍ یې پرې لګولې وې او ټول کارکوونکي او ورتلونکي خلک ښځې وې.
نیکي وایي، له دې کاروباره یې د هرې ورځې په حساب تر شل زره افغانۍ عاید تر لاسه کاوه، خو اوس يې فعالیت او عاید د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د مېرمنو لپاره د یوې ځانګړې کافې مسوولې نیکي تبسم ویلي:((کابل ته د طالبانو په راتګ سره یوه میاشت او څو ورځې کېږي، چې دغه ځای بند دی. زه خپله او همکاران مې چې ټولې مېرمنې دي په کورونو کي ناستې یوو - کار او فعالیت مو بند دی.)) 
نیکي وايي د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مجبوره ده چې کار وکړي، ځکه په کورنۍ کې یوازې یو شپږ کلن نارینه لري.
د مېرمنو لپاره د یوې ځانګړې کافې مسوولې نیکي تبسم ویلي:((هغه کورنۍ چي زما په شان په کور کې یوازې شپږ کلن نارینه ولري، نو ډېری داسې کورنۍ شته چې د کورنۍ د غړو د ساتني مسوولیت ور له غاړې دی، که د کار اجازه ورنه کړل شي له اقتصادي ستونزو سره به مخامخې شي.))
د دغې کافې نورې کارکوونکې چې د کورنۍ د ساتني مسوولیت ور له غاړې دی، هم وزګارې شوې دي.

قدریه د تبسم کافې کارکوونکې ده، هغې ویلي:((طالبان دې موږ ته د کار کولو حق راکړي او دوی چې حکومت يې په لاس کي دی باید د خلکو غوښتني ومني او چې د خلکو ستونزو ته و نه رسېږي، نو دوی بیا پر چا حکومت کوي، په دغه دوو کلونو کې چې ما په یاده کافه کې کار کاوه، ما دلته معاش تر لاسه کاوه او د دغه معاش په وسیله مې خپل کورنۍ سره مرسته کول ځکه د کورنۍ مشر اولاد یم خو متاسفانه د طالبانو په راتګ سره چې زموږ کار بند شوی دی.))
بل‌خوا د تېر حکومت تر سقوط وروسته ښځینه پانګوالو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی.

د کسبګرو او هټۍوالو د ټولنې رییس نورالحق عمری ويلي:((ټولې برخې چې د مېرمنو د پانګو اړوند دي د هغوی کارونه او فعالیت بند شوی او موږ داسې خبر یوو چې هغوی د خپلو کار ځایونو سامانونه چې ډېر لوړ قیمت يي درلود؛ په خورا ټیټ قیمت پلورلي دي.))
د کابل په ګډون د هېواد په نورو لویو ښارونو کې لسګونو ښځو په بېلا بېلو برخو کې د میلیونونو افغانیو په ارزښت پانګونې کړې وې، خو اوس ګڼې پانګوالې وایي، کارونه یې په ټپه ولاړ دي او کاروبار یې د نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
 
شریک یي کړئ