Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جلال اباد کې د امنیت ضد پنځه پېښو کې پنځه تنه وژل شوي

نن سهار (چهارشنبې د وږي په ۳۱مه) د جلال اباد ښار په بېلابېلو برخو کې څلور چاودنې وشوې چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې شاهدان وايي، چې دغه پېښې د انګور باغ او کابل هډې سیمو کې  شوې دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین د دغو چاودنو په پخلي سره وايي، په دې پېښو کې طالبانو ته څه زیان نه دی اوښتی.

له بل لوري په جلال اباد ښار کې سرحدي لوا ته څېرمه په یوه وسله وال برید کې درې کسان وژل شوي چې طالب چارواکي یې ملکي کسان یادوي.

تر اوسه په جلال اباد ښار کې د چهارشنبې ورځې د چاودنو مسوولیت هېڅ یوې ډلې نه دی منلی.

تر دې مخکې داعش ډلې په ننګرهار کې د ورته بریدونو مسوولیت منلی وو.

دا په داسې حال کې ده چې، د اطلاعاتو او کلتور وزات مرستیال ویلي چې، په افغانستان کې داعش ډله دومره نه ده چې، د افغانستان ثبات وګواښي.
 
نن سهار د جلال اباد ښار د څلورو چاودنو او یوه وسله وال برید شاهد وو، په دغو پېښو کې پنځه تنه وژل شوي دي.

تصویر بندانگشتی

نن سهار (چهارشنبې د وږي په ۳۱مه) د جلال اباد ښار په بېلابېلو برخو کې څلور چاودنې وشوې چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې شاهدان وايي، چې دغه پېښې د انګور باغ او کابل هډې سیمو کې  شوې دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین د دغو چاودنو په پخلي سره وايي، په دې پېښو کې طالبانو ته څه زیان نه دی اوښتی.

له بل لوري په جلال اباد ښار کې سرحدي لوا ته څېرمه په یوه وسله وال برید کې درې کسان وژل شوي چې طالب چارواکي یې ملکي کسان یادوي.

تر اوسه په جلال اباد ښار کې د چهارشنبې ورځې د چاودنو مسوولیت هېڅ یوې ډلې نه دی منلی.

تر دې مخکې داعش ډلې په ننګرهار کې د ورته بریدونو مسوولیت منلی وو.

دا په داسې حال کې ده چې، د اطلاعاتو او کلتور وزات مرستیال ویلي چې، په افغانستان کې داعش ډله دومره نه ده چې، د افغانستان ثبات وګواښي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه