Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ورځپاڼو خپل فعالیت درولی او انلاین خبرونه خپروي

د افغان ژورنالستانو ملي ټولنې پرون چهارشنبه ویلي، چې د تېر حکومت له سقوط راوروسته، د اقتصادي ستونزو له کبله ۱۵۰ ورځپاڼو، د ورځپاڼې په بڼه خپل فعالیت درولی او ځینې یې انلاین خبرونه خپروي.

د افغان ژورنالستانو د ملي ټولنې اجرايي مشر احمد شعیب فنا ویلي:"هېواد کې د ورځپاڼو فعالیت په ټپه ولاړ دی. که وضعیت همداسې پاتې شي، موږ به ټولنیز بحران سره مخامخ شوو."

د هشت صبح ورځپاڼې یوه خبریال علي حقمل وایي، چې دوی اوس خپله ورځپاڼه پر لیکه یا انلاین بڼه خپروي.

علي حقمل ویلي:"موږ هڅه کوو، چې خلکو ته هغه څه ورسوو چې له موږ نه تمه لري. موږ اوس انلاین خبرونه خپروو او هڅه کوو چې خلکو ته معلومات ورسوو."

د هشت صبح ورځپاڼې مرستیال مشر علي احساس ویلي:"زموږ ورځپاڼه به هره ورځ ۱۵۰۰۰ ګڼې چاپېده – کابل او ځینو ولایتونو ته به رسېدله. د مخکیني حکومت له سقوط وروسته د ورځپاڼې هغه پخوانی وېش نه‌شته. "

ارمان ملي بله ورځپاڼه ده چې اوس ورځپاڼه نه چاپوي.

د ارمان ملي ورځپاڼې مشر سید شعیب پارسا ویلي:"موږ ۲۲ تنه کارکوونکي لرل. هغوی ټول اوس بې دندې دي. موږ په تمه یوو چې که وضعیت سم شي، بېرته به د ورځپاڼې چاپ پیل کړو."

څارونکو بنسټونو دې وروستیو کې ویلي، چې افغان رسنۍ د خپلو فعالیتونو لپاره بودیجه او معلوماتو ته لاسرسی نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه