Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت غوښتی

د ملګرو ملتونو سرمُنشي انتوني ګوتیرش وایي، د امنیت شورا پینځو دایمي غړو غوښتنه کړې، چې افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ، سوله او ټیکاو رامنځته شي.

ښاغلي ګوتیرش دا خبره، د امریکا، روسیې، چین، فرانسې او برېټانیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر کتنې وروسته یوه خبري کنفرانس ته کړې او ویلي یې دي، چې دغه هېوادونه د سوکاله افغانستان غوښتنه کوي، داسې افغانستان چې د بشرپالو مرستو منلو او وېش ته چمتو وي او مرستندویانو ته هېڅ ستونزه نه وي.

د ملګرو ملتونو سرمُنشي د ملګرو ملتونو ۷۶ مې عمومي غونډې په څنډه کې، د امریکا په نیویارک کې ویلي، چې افغانستان باید داسې دولت جوړ شي، چې ټول افغانان په‌کې وي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړو دا هم ویلي، چې افغانستان باید د ترهګرو لپاره خوندي ځای نه وي.

د ملګرو ملتونو د سرمُنشي په وینا، افغانستان کې باید د ښځو حقونو ته درناوی وشي.

د ملګرو ملتونو سرمُنشي انتونني ګوتیرش ویلي:"د امنیت شورا دایمي غړي د داسې افغانستان غوښتونکي دي، چې په‌کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وي، د ترهګرو خوندي ځای نه وي او داسې دولت په‌کې وي، چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي."

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، طالبان باید پوه شي، چې نړۍواله ټولنه ترې ځینې تمې لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي ویلي:"که طالبان دا تمې پر ځای کړي، دا به ورته ښه وي او دا ځکه چې رسمیت پېژندلو ته اړتیا لري."

د برېټانیا لومړي وزیر او د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې پر افغانستان خبرې کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي:"موږ غواړو چې راتلونکو ګامونو کې په ټولو مسایلو خبرې وکړو. موږ غواړو چې له افغانستان، هند او ټولې نړۍ سره د امریکا او برېټانتیا د همکاریو په څرنګوالي خبرې وکړو."

د ملګرو ملتونو ۷۶ مه عمومي غونډه د امریکا په نیویارک کې روانه ده، د افغانستان پر وضعیت، د اقلیم پر بدلون او کورونا په هکله په‌کې خبرې شوي او کېږي.

دا وار د دغې غونډې مشري د مالدیف استازي سره ده او د نړۍ د څه باندې سلو هېوادونو مشران او استازي په‌کې ګډون لري.

د ملګرو ملتونو سرمُنشي وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پینځو دایمي غړو په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه