Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عمران خان: نړۍواله ټولنه دې د منزوي کېدو پر ځای طالبان پیاوړي کړي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي  کلنۍ غونډې ته ثبت شوې پیغام کې ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو د منزوي کولو پر ځای هڅه وکړي چې طالبان پیاوړي کړي.

اسوشیټډپریس داسې رپوټ خپور کړی چې د عمران خان په وینا، که نړۍواله ټولنه له طالبانو ملاتړ وکړي او ویې هڅوي نو دا به د ټولو په ګټه وي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي: " یوازې یوه لاره شته. موږ باید د افغانستان د خلکو لپاره اوسنی حکومت قوي کړو. طالبانو څه ژمنې کړې وې؟ هغوی به بشري حقونو ته درناوی وکړي. پراخ‌بنسټه دولت به ولري. هغوی به چاته اجازه ور نه‌کړي، چې له خاورې یې د ترهګرۍ لپاره کار واخېستل شي. هغوی عمومي بخښنه کړې. که اوس نړۍواله ټولنه له طالبانو ملاتړ وکړي، نو دا به زموږ ټولو لپاره بریا وي. "

افغانستان کې سوله او ټیکاو، حکومت کې د ټولو قومونو ونډه او د تېرو دوو لسیزو د لاسته‌راوړنو خوندیتوب د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د نړۍ د مشرانو غوښتنې وې.

په ورته وخت کې د سلواکیه ولسمشرې زوزنا چایوتوا وایي، چې افغانستان کې دې د ښځو او نجونو حقونه له پامه نه غورځول کېږي او په وینا یې، که لږکي او ښځې هېرې کړای شي، نو بیا به موږ نړۍ له خطرونو خلاصه نه کړای شو.

د سلواکیه ولسمشرې چایوتوا ویلي: " په تېرو دوو لسیرو کې افغان مېرمنو او نجونو له خپلو حقونو ښه ګټه اخیستلی شوای. دا حقونه یې باید ترې وانخیستل ‌شي. موږ د افغان مېرمنو ملاتړ لپاره د ایسلنډ او نیوزېلنډ لومړي وزیرانو او د نړۍ نورو مشرانو سره خبرې پیل کړي دي. زه تاسې ته بلنه درکوم چې موږ سره یوځای شئ. که موږ زیانمن خلک له لږکي او مېرمنې یوې خوا ته کړو نو بیا به ځانونه و نه‌شو ژغورلی. "

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې شورا وایي، چې افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره به، افغانستان سره مرستې ته دوام ورکوي.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر شارل میشل ویلي: "افغانستان کې اوسنی وضعیت نړۍوالې ټولنې ته د ماتې په مانا دی او باید پند ترې واخیستل شي. له دې سره د نظامي ماموریت پای، د افغانستان له ښځو او سړو سره د اروپا د ژمنو پای نه ده. موږ غواړو چې افغانستان کې د هر ډول بشري ناورین مخنیوی وکړو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې د امکان تر بریده خوندي کړو. "

دا هر څه داسې مهال دي، چې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پینځو دایمي غړو په افغانستان کې د یوه پراخ‌بنسټه حکومت له جوړېدو ملاتړ اعلان کړی وو.

په ورته وخت کې د سلواکیه ولسمشره وایي، چې نړۍواله ټولنه دې دا اجازه نه ورکوي، چې افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د ښځو او نجونو لاسته‌راوړنې له منځه لاړې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه