طالبانو نن (شنبه د تلې په درېیمه نېټه) په هرات کې د هغو څلورنو تنو مړي ځوړند کړي وو، چې د اختطاف تور پرې وو.
طالبان وايي، دغو څلورو کسانو یو سوداګر او زوی یې تښتولي وو، چې له دوی (طالبانو) سره په نښته کې وژل شوي دي.
هرات کې طالب چارواکي وایي، د دغو څلورو کسانو مړي یې د دې لپاره د هرات په واټونو کې ځړولي، چې نورو ته پند شي.
هغه پلار او زوی چې له تښتونکو ژغورل شوي اوس له طالبانو سره دي او د پېښې په هکله یې له طلوعنیوز سره خبرو ته زړه ښه نه کړ.
د تښتول شویو او بیا ژغورل شویو کسانو خپلوان وایي چې دغه پلار او زوی د هرات ښار له ۱۲ مې ناحیې د دوی د تېلو د پلور د یوې هټۍ له مخې تښتول شوي وو.
په ورته خت کې د هرات ځینې اوسېدونکي وایي، چې دوی لا هم هرات کې د انسان تښتونې او د وسلې په زور د غلا پېښو ته اندېښمن دي او له طالبانو غواړي چې مخه یې ونیسي.
د کلونو راهیسې په هرات کې د انسان تښتونې پېښې وې – چې په یوه بېلګه کې تېره اونۍ طالبانو یو ماشومانو له تښتونکو ازاد کړ.
په دې اړه مو اندونه