نن (شنبه د تلې په درېیمه نېټه) د ننګرهار په جلالاباد ښار کې چاودنې یو کس وواژه او اوه تنه نور یې ټپیان کړل.
دا پېښه نن سهار د ننګرهار ولایت مقام ته نږدې یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو د چاودنې له کبله شوې.
د ننګرهار د روغتون مسوولان وایي، چې یو مړی او اوه تنه ټپیان وروړل شوي.
روغتیایي مسوولانو د پېښې د وژل شوي او ټپیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
عیني شاهدان بیا وایي، چې په ټپیانو کې طالبان او ملکي کسان دي.
د پېښې ټپیان وایي، چاودنه ټیک هغه مهال وشوه چې د طالب ځواکونو یو موټر له سیمې تېرېده.
زموږ له ډېرو اړیکو سره سره د ننګرهار سیمهییز چارواکي په دې هکله خبرو ته حاضر نه شول.
په ننګرهار کې نننۍ چاودنه داسې مهال شوې، چې په تېرو دوو ورخو کې د جلالاباد ښار بېلابېلو سیمو کې د اتو کسانو مړي موندل شوي.
تراوسه د ننګرهار د نننۍ چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.