Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنټاګون وايي هوایي بریدونو لپاره طالبانو سره د همغږۍ اړتیا نه‌شته

د امریکا دفاع وزارت وایي، چې افغانستان کې هوایي بریدونو لپاره طالبانو سره همغږۍ ته اړتیا نه لري.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې امریکا هوایي بریدونو ته سخته اړتیا ګوري او په دې برخه کې طالبانو سره بحث ته اړتیا نه‌شته.

وروسته له هغې چې طالبانو وویل، ډېر ژر به د افغانستان جګړه کې ښکېلو هېوادونو نه غرامت وغواړي، اوس د امریکا دفاع وزارت وایي، که اړتیا وه افغانستان د ترهګرۍ ضد هوایي بریدونه کوي او پوره واک لري او په دې هکله طالبانو سره مشورې ته اړتیا نه لري.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي:"موږ د ترهګرۍ ضد عملیاتو ترسره کولو لپاره ټول واک لرو. موږ پر خپلې وړتیا ډاډه یوو او د دغو بریدونو په هکله له جزییاتو پرته مخې ته ځو. اوس لپاره په دې هکله طالبانو سره د سپیناوي کومه اړتیا نه‌شته او موږ فکر نه کوو چې د ترهګرۍ ضد هر شان برید به سپیناوي پورې تړلی وي."

په همدې حال کې د سرپرستې کابینې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې امریکا دې نور د افغانستان مسایلو کې لاسوهنه نه کوي.

د کلتوري کمېسیون یوه غړي جواد څارګر ویلي:"موږ له امریکا غوښتنه کوو، چې نور دې بې مسووله خبرې نه کوي. هغوی کابل کې هوایي برید وکړ او د ماشومانو په ګډون یې ملکي کسان ووژل."

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو کې کابل کې د امریکا هوايي برید کې ۱۰ تنه ملکي کسان ووژل شول چې وروسته بیا امریکا دا برید تېروتنه یاده کړه.

له دې سره د سرپرستې کابینې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې امریکا دې نور د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه نه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه