د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وایي، د افغانستان رامخې ته شوي وضعیت نه دې یو هېواد هم په خپله ګټه کار نه اخلي.
مودي پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې وویل، چې هېوادونه باید په دې برخه کې ډاډ ورکړي.
د هند د لومړي وزیر په وینا، هغه هېوادونه چې له ترهګرۍ د خپلو اهدافو لپاره د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي، پوه دې شي چې ترهګري هغوی ته هم خطرناکه ده.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي: "هغه هېوادونه چې له ترهګرۍ د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي باید پوه شي، چې ترهګري هغوی ته هم یو لوی ګواښ دی. "
مودي پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې افغانستان کې دې د ښځو او لږکیو له حقونو ملاتړ وکړي او اجازه دې ور نه کړي چې دغه هېواد د ترهګرۍ پر مرکز بدل شي.
مودي ویلي: "ډېره مهمه ده چې ډاډ ترلاسه شي، چې د افغانستان له خاورې به د ترهګرۍ د خورېدو او تروریستي بریدونو کې کار نه اخېستل کېږي. "
د هند د لومړي وزیر دا خبرې داسې مهال دي، چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړه.
عمران خان پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې د طالبانو د منزوي کېدو پر ځای دې د هغوی (طالبانو) ملاتړ وکړي.