Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکیه وايي که طالبان په رسمیت وپېژندل شي ورسره کار کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، که نړۍواله ټولنه طالبان په رسمیت و پېژني، ترکیه به ورسره کار وکړي او که په رسمیت و نه پېژندل شي دوی هم ورسره کار نه کوي.

اردوغان پرون (يکشنبه د تلې په څلورمه) امریکایي ټلوېزیون سي بي ایس سره مرکه کې ویلي، چې ترکیه تمه لري افغانستان کې پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي.

د ترکیې ولسمشر ویلي: "که طالبان ومنل شي او وپېژندل شي، موږ ورسره کار کوو. خو که و نه پېژندل شي کار نه ورسره کوو. "

رحب طیب اردوغان وايي چې افغانستان کې دې ښځو لپاره په ټولو برخو کې د فعالیت اسانتیا برابره شي.

د ترکیې د ولسمشر دا خبرې په داسې حال کې دي، چې د مخکیني حکومت تر سقوط وړاندې، ترکیې له امریکا سره پر دې خبرې وکړې چې د کابل د هوایي ډګر د امنیت مسوولیت واخلي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو راوروسته، ترکیې د کابل هوایي ډګر تخنیکي اسانتیاوو برابرولو کې له طالبانو سره خبرې وکړې.

له دې ټولو سره د سرپرستې کابینې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، چې د کابل هوایي ډګر ټولې تخنیکي ستونزې حل شوې دي او میدان نړۍواله الوتنو ته برابر دی.

د ترکیې ولسمشر رحب طیب اردوغان وايي چې افغانستان کې دې ښځو لپاره په ټولو برخو کې د فعالیت اسانتیا برابره شي.

Thumbnail

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، که نړۍواله ټولنه طالبان په رسمیت و پېژني، ترکیه به ورسره کار وکړي او که په رسمیت و نه پېژندل شي دوی هم ورسره کار نه کوي.

اردوغان پرون (يکشنبه د تلې په څلورمه) امریکایي ټلوېزیون سي بي ایس سره مرکه کې ویلي، چې ترکیه تمه لري افغانستان کې پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي.

د ترکیې ولسمشر ویلي: "که طالبان ومنل شي او وپېژندل شي، موږ ورسره کار کوو. خو که و نه پېژندل شي کار نه ورسره کوو. "

رحب طیب اردوغان وايي چې افغانستان کې دې ښځو لپاره په ټولو برخو کې د فعالیت اسانتیا برابره شي.

د ترکیې د ولسمشر دا خبرې په داسې حال کې دي، چې د مخکیني حکومت تر سقوط وړاندې، ترکیې له امریکا سره پر دې خبرې وکړې چې د کابل د هوایي ډګر د امنیت مسوولیت واخلي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو راوروسته، ترکیې د کابل هوایي ډګر تخنیکي اسانتیاوو برابرولو کې له طالبانو سره خبرې وکړې.

له دې ټولو سره د سرپرستې کابینې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، چې د کابل هوایي ډګر ټولې تخنیکي ستونزې حل شوې دي او میدان نړۍواله الوتنو ته برابر دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه