Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خبریالان:د تخلیې بهر کې دخبریال له نامه ناوړه استفاده دې وڅېړل شي

یوشمېر خبریالانو نن دوشنبې (د تلې په ۵مه) په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال، له اوسني حکومت او نړۍوالې ټولنې غواړي چې، هغه بنسټونه او ادارې دې وڅېړي چې خپل کسان او کارکوونکي یې د خبریال په نامه له هېواده بهر ته استولي دي.

دغه خبریالان همدارنګه زیاتوي چې  په اوسني وضعیت کې له ناروښانه برخلیک سره مخامخ دي.

خبریال سراج الدین پټان وايي:«نن له وضعیته په استفادې ځينو د خبریالانو له نومه ناوړه استفاده کړې ده او جعلي سندونه یې جوړ کړي او خپل کارکوونکي یې له هېواده بهر ته وړي دي.»

بل خبریال مختار ابراهیمي هم څرګندوي:«زه پوهېږم چې کابل او ولایتونو کې ځینې بنسټونه دي چې د سلو ډالرو په بدل کې هر چا ته د خبریالۍ سند جوړ وي.»

په دې لړ کې یو شمېر خبریالانې هم وایي چې د پخواني حکومت په سقوط او د ډېری رسنیو په تړل کېدو سره له بد افتصادي وضعیت سره مخ شوې دي او له حکومته غواړي چې په رسنیو کې ورته د کار زمینه برابره کړي.

خبریاله فروزان خلیل یار وايي:«یوې خبریالۍ ماته زنګ وواهه که چېرې په هر بنسټ کې اشپزي یا صفا کاري ته اړتیا ولري ماته ووایه؛ اقتصادی وضعیت مې ډېر خراب دی.»

بله خبریاله فرخنده محبي هم زیاتوي:«د حکومت له پرځېدو سره ډېری ښځې له دندو ګوښه کړل شوې دي او اوس په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.»

بل خوا د افغانستان د ژرونالستانو ټولنه وایي چې د امنیتي ادارو په همکارۍ د هغو بنسټونو په تړاو څېړنه کوي چې په جعلي سندونو سره یې د خبریالانو له نومه ناوړه ګټه پورته کړې ده او یو شمېر کسان یې بهر ته لېږدولي دي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولنې مسوول حجت الله مجددي وویل:«موږ د بنسټونو د څېړنې په حال کې یوو چې د خبریالۍ جعلي سندونه جوړي او د خبریال پر ځای بل څوک بهر ته بیايي او د کام ایر مسله هم له امنیتي بنسټونو سره څېړو.»

دغه اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې څه موده وړاندې د خبریالانو نړۍوال فډرسیون ویلي وو چې د پخواني حکومت په سقوط سره په افغانستان کې ۱۵۳رسنۍ د خپلو فعالیتونو درولو ته مجبورې شوې دي او پر دې سربېره خبریالانې هم په رسنیو کې له فعالیته پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه