Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان: د ږیرې خریلو په اړه خپاره شوي لیکونه زموږ رسمي دریځ نه دی

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت کلتوري کمېسیون له ښځینه وو سره د کمرې لرونکي ټېلفون ګرځولو او د ږیرې خریلو په اړه د خپرو شویو مکتوبونو په هکله وایي چې، دا د اوسني حکومت رسمي لید لوري نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کاپیسا، تخار او هلمند ولایتونو کې داسې مکتوبونو خپاره شوي وو چې، په هغو کې له ښځو سره د کمرې لرونکو ټېلفونونو ګرځول او د ږیرې خریلو باندې بندیز لګول شوی وو.

د کاپیسا ځايي خلک وایي چې نن دوشنبه د نجراب ولسوالۍ د ارشاد او دعوت کمېسیون د یوه لیک په خپرولو سره اعلان کړی دی چې ځوانان دې خپل ویښتان، انګریزي، امریکایي او فرانسوي نه جوړوي او د ږېرې خریل کبیره ګناه ده.

په دغه شپاړس ماده یز لیک کې له ښځو سره د کمره لرونکي ټېلفون پر بندیز سربېره د واده د لګښتونو په تړاو هم محدودیتونه وضع شوي دي.

عالم چې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په یوې سلمانۍ کې کار کوي، په دې هکله وايي:«موږ ته یې ویلي دي چې ږیره صفر کوي مه، انګریزي او امریکايي یې مه جوړوئ او که چېرې څوک یې کوي، له هغوی سره به قانوني چلن وشي.»

په نجراب ولسوالۍ کې ځایي خبریال سعدالله صالحي هم وايي:«د شادیانه ډزو مخنیوی او همدارنګه د ودونو د ډېرو لګښتونو مخنیوی د خلکو له هر کلي سره مخ شوی دی.»

د هلمند د ارشاد او دغوت کمېسیون هم په دغه لیک کې سلمانیو ته لارښوونه کړې ده چې د ږیرې له خریلو ډډه وکړي او خبرداری ورکړی دی چې له سرغړوونکو سره به جدي چلن وشي.

تر دې وړاندې د ږیرې د نه خریلو په تړاو د تالقان ښاروالۍ کارکوونکو ته هم ورته خبرداری ورکړی شوی و. خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون یو غړی خپاره شوي لیکونه بې اعتباره  ګڼي او وایي چې دا لیکونه د اوسني حکومت رسمي نظر نه څرګندوي.
     
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون غړی انعام الله سمنګانی وايي:«د دعوت، ارشاد او امر بالمعروف نهی عن منکر په رسمي توګه اعلان کړی دی چې دا ډول اعلامیه د هغوی له خوا خپره شوې نه ده او هغه څه چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي د افغانستان د اسلامي امارت له رسمي ادرسه نه دي.»

اخوا یو شمېر سیاستوال پر خلکو د هر ډول محدودیت لګول د اوسني حکومت په زیان ګڼي.

د ملي پېوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«دا اسلامي امارت ته زیان رسوي. نړۍ لا غوصه کوي او د امارت پېژاند ناشونی کوي.»

د پخواني حکومت تر سقوط وروسته د ښځو د کار او تحصیل په تړاو محدودیتونه لګول شوي دي، خو اوسنی حکومت وایي چې د وخت په تېرېدو سره به ښځو ته د زده کړې او کار زمینه برابره شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون غړی انعام الله سمنګانی خپاره شوي لیکونه بې اعتباره  ګڼي او وایي چې دا لیکونه د اوسني حکومت رسمي نظر نه څرګندوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه