Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عدلیې وزارت:دظاهر شاه د وخت اساسي قانون د لنډمهال لپاره نافذ کېږي

د عدلیې وزارت نن سې شنبې (د تلې په ۶مه) اعلان وکړ چې د افغانستان د وروستي شاه محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون به په لنډمهالي توګه نافذ شي.

د عدلي وزارت سرپرست دغه څرګندونې نن په کابل کې د چین له سفیر سره په کتنه کې کړې دي.
  
د عدلیې وزارت په بیانیه کې راغلي دي:«د افغانستان اسلامي امارت به د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون له هغو موادو څخه پرته چې د اسلامي شریعت او د اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې وي، د موقتې دورې لپاره نافذ کړي. همداراز هغه نړۍوال قوانین او سندونه چې د شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې نه وي، ورته درناوی کوي.»

د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ د وخت اساسي قانون ۱۱ فصلونه او ۱۲۸ مادې لري او پاچا پرېکړه کوونکی دی، د ظاهر شاه د اساسي قانون په تړاو نظرونه بېلابېل دي.

سرچینې وایي چې د محمد ظاهر شاه د دورې د اساسي قانون نافذېدو خبره د دوحې په بین الافغاني خبرو کې په ځلونو د اسلامي امارت له لوري مطرح شوې وه.

د عدلي وزارت سرپرست نن په کابل کې د چین له سفیر سره په کتنه کې ویلي دي چې په لنډمهالي توګه د افغانستان د پخواني ټولواک محمد ظاهر شاه د واکمنۍ اساسي قانون نافذوي.

تصویر بندانگشتی

د عدلیې وزارت نن سې شنبې (د تلې په ۶مه) اعلان وکړ چې د افغانستان د وروستي شاه محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون به په لنډمهالي توګه نافذ شي.

د عدلي وزارت سرپرست دغه څرګندونې نن په کابل کې د چین له سفیر سره په کتنه کې کړې دي.
  
د عدلیې وزارت په بیانیه کې راغلي دي:«د افغانستان اسلامي امارت به د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون له هغو موادو څخه پرته چې د اسلامي شریعت او د اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې وي، د موقتې دورې لپاره نافذ کړي. همداراز هغه نړۍوال قوانین او سندونه چې د شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې نه وي، ورته درناوی کوي.»

د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ د وخت اساسي قانون ۱۱ فصلونه او ۱۲۸ مادې لري او پاچا پرېکړه کوونکی دی، د ظاهر شاه د اساسي قانون په تړاو نظرونه بېلابېل دي.

سرچینې وایي چې د محمد ظاهر شاه د دورې د اساسي قانون نافذېدو خبره د دوحې په بین الافغاني خبرو کې په ځلونو د اسلامي امارت له لوري مطرح شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه