Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مارک مېلي: افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلنه جګړه ستراتیژیکه ماتې وه

جګپوړو نظامي امریکایي چارواکو پرون (سه‌شنبه د تلې په شپږمه) د امریکا مشرانو جرګې د نظامي خدمتونو یوې استماعیه غونډه کې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو څرنګوالي او د مخکیني افغان حکومت د پرځېدا په هکله، د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین، د امریکا د پوځ لوی‌درستیز مارک مېلي او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان فرانک کېنټ مکینزي په هغو چارواکو کې ول، چې پرون د امریکا مشرانو جرګې ته ورغلي وو.

د امریکا د پوځ لوی درستیز وایي، چې افغانستان کې د امریکا د پوځ ۲۰ کلنه جګړه سټراټیژیکه ماتې ده او د افغانستان جګړه هغسې ختمه شوه، چې پنټاګون یې تمه نه کوله.

د امریکا د پوځ لوی‌درستیز ویلي: "دا څرګنده ده چې د افغانستان جګړه هغسې ختمه نه شوه، چې موږ غوښتله. "

په دې سره د امریکا د دفاع وزیر وایي، چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ژر پرځېدل پنټاګون حیران کړی دی.

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین ویلي: "حقیقت دادی، چې هغه اردو ډېره ژر وپرځېده، چې موږ روزلې وه، په ډېرو برخو کې یو ډز هم نه دی شوی. موږ ټول هک پک شولو. "

د امریکا دغو نظامي چارواکو ویلي، چې دوی د امریکا ولسمشر جوبایډن ته وړاندیز کړی وو، چې افغانستان کې به ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري پرېږدي.

خو وړاندې جوبایډن یوه مرکه کې ویلي وو، چې د پنټاګون چارواکو ورته دغسې کوم وړاندیز نه دی کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه