Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالسلام حنفي: د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه ورکوو

د رییس الوزار مرستیال وایي چې، د خلکو ستونزو د حل لپاره د ټولو دولتي کارکوونکو تنخواوې ورکوي او دولت په یوه داسې پلان کار کوي چې په راتلونکي ژمي کې د خلکو ستونزو پرې کمې شي.

عبدالسلام حنفي په مالیې وزارت کې په یوې غونډه کې وویل چې، په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د شتمنیو کنګلېدل د خلکو په ګټه نه دي او په وینا یې د افغان ولس دغه شتمنۍ باید آزادې شي.

نوموړي په دې هکله وویل:«د امریکا او یا هر بل هېواد له لوري د خلکو د پیسو کنګلېدل اخلاقاً او د بین الدول حقونو په مطابق ښه کار نه دی دا د پوهنې، روغتیا او د دولت د کارکوونکو پیسې دي باید کنګل نه شي.»

تر دې مخکې یو شمېر سوداګرو خپلو کارخونو ته د اومه توکو د پېرلو لپاره د پیسو په حوالو کې ستونزو ته په کتو له حکومته غوښتي وو چې، په دې برخه کې شته ستونزې حل کړي.

پانګه وال محسن امیري هم وايي:«دم کړۍ د توکو او د کارخونو د توکو د پېرلو لپاره پیسې له ډېرو ستونزو سره موخې ته لېږدول کېږي، دا کار باید اسانه کړل شي چې کارخونې له فعالیته پاتې نه شي.»

د رییس الوزرا مرستیال وايي، د پیسو د حوالو د ستونزو د حل تر څنګ له هېواده بهر د توکو د پېرلو لپاره اوسنی حکومت هڅې کوي چې، د ازبیکستان په ګډون د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره د لویو پراختیايي پروژو کارونه هم له سره پیل کړي.

نوموړی زیاتوي چې، په دې برخه کې به د برېښنا د مزو او د اوسپنې پټلۍ د غځولو پروژې تر لاس لاندې ونیول شي:«د کال په مېلیونه ډالر د ټرانزیټ له لارې د افغانستان په نصیب کېږي او د دغو پروژو عملي کېدل ان شاالله د افغانستان په ګټه دي.»

د اسلامي امارت مسوولین زیاتوي، د عامه خدمتونو او د اقتصاد د ښه والي لپاره یو شمېر پروګرامونه تر لاس لاندې لري. دوی وايي، ډېر ژر به د هېواد په ګمرکونو کې خدمات هم ۲۴ ساعته شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه