Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون د نافذېدو په اړه ضد و نقیضې څرګندونې

په داسې حال کې چې، د عدلیې وزارت د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون به په لنډمالي توګه نافذ شي؛ خو د حکومت یو بل چارواکی د نوم په نه ښودلو سره طلوع نیوز ته وایي چې، تر اوسه د یاد قانون د نافذېدو په هکله وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د کلتوري کمېسیون غړی انعام الله سمنګاني وایي چې، د داسې یوه قانون جوړولو لپاره هڅې پیل شوې چې مبنا یې قران او سنت وي.

نوموړی د محمد ظاهر شاه د دورې د اساسي قانون د نافذ کېدو په اړه له څه ویلو پرته ووايي که چېرې، د هېواد د تېر اساسي قانون توکي له دین سره په ټکر کې نه وي، د نوي اساسي قانون تر جوړېدو به د عملي کېدو وړ وي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون غړی انعام الله سمنګانی څرګندوي:«د نظام هڅه پر دې ده چې افغانستان باید د یوه اساسي قانون څېښتن وي چې په پرېکنده توګه د واقعي اسلامي نظام د غوښتنې پر مطابق وي.»

په داسې حال کې د محمد ظاهر شاه د دورې د اساسي قانون د عملي کېدو په اړه څرګندونې کېږي چې، د یاد قانون په لومړۍ او دویمه ماده کې د مشروطه پاچاهۍ او د پاچا د واکونو په اړه څرګندونې شوې دي.

د دغه قانون په څلورمه ماده کې د افغانستان بیرغ درې رنګه ښودل شوی او بیا په شپږمه ماده کې راغلي چې، په افغانستان پاچاهي ملي حاکمیت تمثیلوي.

حقوق پوه سبحان مسباح وايي:«د افغانستان د خلکو لپاره د ۱۳۴۳ قانون پلي کېدل د پوښتنې وړ دي. د دې لپاره چې د ۱۳۴۳ اساسي قانون د هماغه وخت او پېر له غوښتنې سره و.»

د محمد ظاهر شاه د دورې د اساسي قانون په ۴۲ ماده کې بیا له ولسي جرګې او مشرانو جرګې یادونه شوې او بیا په ۴۳ ماده کې هم ویل شوي چې، د ولسي جرګې غړي د خلکو له لوري د ټاکنو له لارې غوره کېږي.

د ولسي جرګې غړي سید احمد سېلاب هم وویل:«افغانستان دم کړۍ په یوه سرګردانه حالت کې دی. له همدې امله زه فکر کوم چې دا یو ښه خبر دی.»

د محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون چې، ۱۱ فصله او ۱۲۸ مادې لري، په ۱۳۴۳ کال کې د لویې جرګې له لوري تصویب شوی دی.

یو زیات شمېر حقوق پوهان د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ د اساسي قانون زیات شمېر برخې د اوسنیو شرایطو سره سمې بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه