د خپلواک عکاس مرتضی صمدي کورنۍ وايي، چې له ۲۰ ورځو زیاتې وشوې، چې مرتضی صمدي د اسلامي امارت په بند کې دی.
د مرتضی کورنۍ وایي، چې مرتضی د مظاهرې د عکاسۍ پر مهال نیول شوی دی.
د مرتضی ورور علي صمدي طلوعنیوز ته ویلي:"له اسلامي امارت زموږ غوښتنه داده، چې مرتضی صمدي له زندانه خوشې کړي چې زموږ اندېښنې ختمې شي."
په هرات کې ځینو مدني فعالانو هم د مرتضی صمدي د ازادۍ غوښتنه کړې ده.
په هرات کې یوه مدني فعال حسن حکیمي ویلي:"مرتضی هېڅ جرم نه دی کړی، یوازې خبر یې رسولی. مرتضی دې ژر تر ژره ازاد شي، چې رسنۍ او خبریالان پر طالبانو باور وکړي او کار ته دوام ورکړي."
له دې سره د هرات سیمهییز چارواکی وایي، چې مرتضی به ډېر ژر له بنده ازاد شي.
د هرات مرستیال والي شېراحمد عمار مهاجر ویلي:"مرتضی صمدي یو عادي کس دی، چې په شخصي کمره یې عکاسي کوله. دوسیه یې ملي امنیت کې ده. مرتضی صمدي اعدام شوی نه دی او نه هم ډېره موده په بند کې پاتې کېږي. څو ورځې توقیف دی او بېرته خوشې کېږي."
مرتضی صمدي په هرات کې خپلواک عکس دی. هغه تر ډېره ټولنیزې موضوعګانې تصویرولې.
په دې اړه مو اندونه