Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران د ویزې اخېستلو کې ستونزې

ځينې هېوادوال وایي، د ایران سفارت مخه کې د ویزې اخېستو ته ولاړ دي، خو څوک یې غږ نه اوري.

دوی وایي، ورځې وشوې چې د ویزې اخېستلو ته په تمه دي، خو تراوسه ورته ویزه نه ده ورکړل شوې.

له دغو کسانو ځینې یې ادعا کوي، چې یو شمېر کسان د دوه زره ډالرو په بدل کې د ایران ویزه ورکولی شي.

د ایران د ویزې غوښتونکي د ایران سفارت مسوولان په بې‌غورۍ تورنوي او د دوی د ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د کاپیسا ولایت یوه اوسېدونکي لقمان هاشمي ویلي:"دوه ورخې کېږي، چې دلته راغلي یوو، ډېره ګڼه ګوڼه ده - هېڅ حال معلوم نه دی."

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي محمد جان ویلي:"د بیمې او روغتیا کارتونو لګښت مو پرې کړی او که نن ویزه رانه‌کړي ۲۰ زره افغانۍ تاوان رارسېږي."

دغه کسان تر ډېره تجارتي، ترانزیتي او د تحصیل ویزه غواړي.

د حبیب په نوم یوه کس ویلي:"تېر کې داسې ګڼه ګوڼه نه وه – اوس ټول خلک له هېواده د وتلو په هڅه کې دي."

د مخکیني حکومت تر سقوط راورسته، درې ورځې شوي کابل کې د ایران سفارت د ویزو ورکړه پیل کړې.

ځینې هېوادوال د سیاحتي شرکتونو په مټ د ایران ویزه اخلي.

د یوه سیاحتي شرکت مسوول احمد سیر ویلي:"تجارتي ویزه شاوخوا ۴۵ زره افغانۍ او د ترانزیت ویزه ۳۹۰ ډالره ده، چې ۳۵ یا ۴۰ زره افغانۍ کېږي."

د ډېرو هڅو سره سره مو په دې هکله کابل کې د ایران سفارت د چارواکو نظر ترلاسه نه‌کړای شو، خو د سیاحتي شرکتونو مسوولان وایي، د ایران سفارت هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۰۰  کسانو ته ویزې ورکوي.

 

د ایران د ویزې اخېستلو کې ستونزې

له درېیو ورځو زیات وخت وشو، چې لسګونه هېوادوال په کابل کې د ایران د سفارت مخې ته راټول شوي او د ویزې اخېستلو غوښتنه کوي.

Thumbnail

ځينې هېوادوال وایي، د ایران سفارت مخه کې د ویزې اخېستو ته ولاړ دي، خو څوک یې غږ نه اوري.

دوی وایي، ورځې وشوې چې د ویزې اخېستلو ته په تمه دي، خو تراوسه ورته ویزه نه ده ورکړل شوې.

له دغو کسانو ځینې یې ادعا کوي، چې یو شمېر کسان د دوه زره ډالرو په بدل کې د ایران ویزه ورکولی شي.

د ایران د ویزې غوښتونکي د ایران سفارت مسوولان په بې‌غورۍ تورنوي او د دوی د ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د کاپیسا ولایت یوه اوسېدونکي لقمان هاشمي ویلي:"دوه ورخې کېږي، چې دلته راغلي یوو، ډېره ګڼه ګوڼه ده - هېڅ حال معلوم نه دی."

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي محمد جان ویلي:"د بیمې او روغتیا کارتونو لګښت مو پرې کړی او که نن ویزه رانه‌کړي ۲۰ زره افغانۍ تاوان رارسېږي."

دغه کسان تر ډېره تجارتي، ترانزیتي او د تحصیل ویزه غواړي.

د حبیب په نوم یوه کس ویلي:"تېر کې داسې ګڼه ګوڼه نه وه – اوس ټول خلک له هېواده د وتلو په هڅه کې دي."

د مخکیني حکومت تر سقوط راورسته، درې ورځې شوي کابل کې د ایران سفارت د ویزو ورکړه پیل کړې.

ځینې هېوادوال د سیاحتي شرکتونو په مټ د ایران ویزه اخلي.

د یوه سیاحتي شرکت مسوول احمد سیر ویلي:"تجارتي ویزه شاوخوا ۴۵ زره افغانۍ او د ترانزیت ویزه ۳۹۰ ډالره ده، چې ۳۵ یا ۴۰ زره افغانۍ کېږي."

د ډېرو هڅو سره سره مو په دې هکله کابل کې د ایران سفارت د چارواکو نظر ترلاسه نه‌کړای شو، خو د سیاحتي شرکتونو مسوولان وایي، د ایران سفارت هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۰۰  کسانو ته ویزې ورکوي.

 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه