Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونکو د بې برخلیکۍ په هکله د ښځينه ښوونکو اندېښنې

ځینې ښځينه ښوونکې چې د هلکانو په ښوونځیو کې په تدریس بوختې وې، د پوهنې وزارت د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ له ښوونې پاتې دي او اوس د خپل ناڅرګند برخلیک له امله اندېښمنې دي.

دوی له حکومته غواړي چې د ښوونې او تدریس زمینه ورته برابره کړي.

عزیزه چې، له ۳۳ کلونو راهیسې یې په غلام حیدر خان ښوونځي کې تدریس کاوه وايي، له نږدې دوو میاشتو راهیسې خپلې دندې ته نه ده تللې او په وینا یې حکومت باید د ښځینه ښوونکو برخلیک روښانه کړي.

نوموړې وايي:«۳۳ کاله مې د کېمیا رشته کې تدریس وکړ او اوس بې برخلیکه په کور کې ناسته یم. زموږ لپاره یوه اندېښنه ده چې زموږ راتلوونکی څه کېږي.»

غلام حیدر خان ښوونځی په کابل ښار کې د هلکانو یو ښوونځی دی چې، شاوخوا لس زره زده کوونکي لري.

د دغه ښوونځي د مسوولینو په وینا، د دغه ښوونځي ۷۰ سلنه ښوونکي ښځې وې؛ خو اوس په بې برخلیکۍ کې په خپلو کورونو کې دي.

د غلام حیدرخان لېسې مدیر اسدالله کوهستانی وايي:«ښځيه ښوونکې ښوونځیو ته نه راځي او موږ د ښوونکو له کمښت سره مخ یوو.»

له دې سره سم، یو شمېر زده کوونکي وايي، دمګړۍ د ښوونکو له جدي کمښت سره مخ دي.

زده کوونکي ابراهیم وویل:«له جدي ستونزې سره مخ یوو. نرینه ښوونکي چې اوس حضور لري په یوازې نه شي کولای چې ټولو ټولګیو ته درس ورکړي.»

بل زده کوونکی فیصل صدیقي هم وايي:«موږ له اسلامي امارته غواړو چې موږ ته نوي ښوونکي یا پخواني ښوونکي راواستوي ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړو.»

له بل لوري حکومتي مسوولین وايي، ښوونځيو ته د نجونو او ښځینه ښوونکو د تګ لپاره پر یوې کړنلارې کار روان دی او لا تر اوسه وروستۍ شوې نه ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون غړی نورمحمد متوکل څرګندوي:«اسلامي امارت پر دغې مسلې بحث کوي چې ښځینه ښوونکې څه ډول خپلو کارونو ته دوام ورکړي او زده کوونکې نجونې هم څه ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

د ویلو ده چې، د هلکانو ښوونځي د وږي میاشتې پر ۲۷ مه پیل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه