نن ماښام په جلال اباد ښار کې په یوه هدفي وسله وال برید کې څلور تنه ووژل شول.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې دغه برید د جلال اباد ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د دغو چارواکو په وینا، په دغه برید کې د اسلامي امارت د دوو غړو په ګډون دوه ولسي وګړي چې یو یې ماشوم دی هم وژل شوي دي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د اسلامي امارت د ځواکونو پر یو موټر د پروان ولایت په چاریکار ښار کې چاودنه وشوه.
د ذبیح الله مجاهد مرستیال بلال کریمي طلوع نیوز ته وویل چې له دغې چاودنې وروسته ځواکونه سیمې ته ورسېدل او د پلټنې عملیات یې پیل کړل.
د کریمي په وینا، په دغو عملیاتو کې د داعش یو پټن ځای کشف او د دغې ډلې ځينو غړو چې په دغه پټن ځای کې حضور درلود هم وژل شوي دي او ځينې یې نیول شوي دي.
ښاغلي کریمي همدارنګه زیاته که چې د عملیاتو په لړ کې چاودنې د اسلامي امارت درې تر پنځه تنه پوځيان ټپیان کړل.