Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان لومړي وزیر او د تاجکستان ولسمشر پر افغانستان خبرې کړي

د پاکستان لومړي وزیر او د تاجکستان ولسمشر پرون افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر څرنګوالي په ټیلیفون خبرې کړې دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان سوله او ټیکاو کې د پاکستان او تاجکستان همکاري مهمه بللې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې عمران خان ویلي، نړۍواله ټولنه افغانستان سره د بشري مرستو برخه کې مهم رول لري.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: "د پاکستان او تاجکستان مشرانو توافق کړی، چې افغانستان کې سولې او ټیکاو لپاره د هڅو تماسونو ته دوام ورکړي. "

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې روسیې له تاجکستان او افغانستان نه غوښتي وو، چې موجودې ترینګلتیاوې په خبرو حل کړي.

بل لوري د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې د عمران خان او امام علي رحمان ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو په کمولو ټینګار شوی.

د افغانستان او تاجکستان دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوو د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي.

وړاندې د روسیې د حکومت ویاند ویلي وو، چې داسې رپوټونه دي، چې دواړو هېوادونو (افغانستان او تاجکستان) په سرحدي سیمو کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي.

روسیې ویلي وو، چې له کابل او دوشنبې غواړي ستونزه په خبرو حل کړي.

پاکستانۍ رسنیو خپلو رپوټونو کې ویلي، چې عمران خان او امام علي رحمان د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

تصویر بندانگشتی

د پاکستان لومړي وزیر او د تاجکستان ولسمشر پرون افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر څرنګوالي په ټیلیفون خبرې کړې دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان سوله او ټیکاو کې د پاکستان او تاجکستان همکاري مهمه بللې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې عمران خان ویلي، نړۍواله ټولنه افغانستان سره د بشري مرستو برخه کې مهم رول لري.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: "د پاکستان او تاجکستان مشرانو توافق کړی، چې افغانستان کې سولې او ټیکاو لپاره د هڅو تماسونو ته دوام ورکړي. "

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې روسیې له تاجکستان او افغانستان نه غوښتي وو، چې موجودې ترینګلتیاوې په خبرو حل کړي.

بل لوري د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې د عمران خان او امام علي رحمان ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو په کمولو ټینګار شوی.

د افغانستان او تاجکستان دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوو د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي.

وړاندې د روسیې د حکومت ویاند ویلي وو، چې داسې رپوټونه دي، چې دواړو هېوادونو (افغانستان او تاجکستان) په سرحدي سیمو کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي.

روسیې ویلي وو، چې له کابل او دوشنبې غواړي ستونزه په خبرو حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه