Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'افغانستان کې کابو۲مېلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي'

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق مسوولان خبرداری ورکوي چې اوس مهال په افغانستان کې نږدې دوه مېلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.

ورته مهال د صحت طفل اندراګاندي روغتون چارواکي هم وايي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې ډېری مرکزونه د مالي امکاناتو د نشتون له امله تړل شوي دي. د دغه روغتون د چارواکو په وینا د خوارځواکو ماشومانو په شمېر کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق په اعلامیه کې راغلي دي:«اوس مهال په ټول افغانستان کې مېلیونونه ماشومان د روغتیا او تغذیې په برخو کې د خدمتونو له نشتوالي سره مخ دي او په افغانستان کې څه باندې درې اعشاریه دوه مېلیونه ماشومان پرخوارځواکۍ د اخته کېدو له خطر سره مخ دي. یونسیف او د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام په تېرو دوو میاشتو کې هڅه کړې ده چې پر خوارځواکۍ له اخته څلوېښت زره ماشومانو سره مرسته وکړي.»

نرګس هغه مور ده چې درې کلن ماشوم یې له خوارځواکۍ ځورېږي. نوموړې د خوارځواکۍ د درملنې د سیمه ییزو مرکزونو د تړل کېدو له امله له کونړ نه کابل ته راغلې ده. دا وایي چې د پوره خوړو نشتوالي نور ماشومان هم د خوارځواکۍ له خطر سره مخ کړي دي. 

نوموړې زیاتوي:«له وروستیو تحولاتو سره زموږ اقتصادي وضعیت خراب شوی او پلار دوی مې بې کاره شوي دي، ټول ماشومان مې هېڅ کافي خواړه نه لري او د خپل دغه درې کلن ماشوم د درملنې لپاره پیسې نه لرم.»

په دې لړ کې د اندراګاندي روغتون ډاکټران هم وایي چې مناسبو خوړو ته د خلکو نه لاسرسي، د خوراکي توکو د بیو لوړوالي او په افغانستان کې د زرګونه کورنیو بې ځایه کېدو په هېواد کې د ماشومانو خوارځواکي زیاته کړې ده.
    
د ماشومانو ډاکټر فرید احمد اندېشمند څرګندوي:«هغه څه چې خلک وايي له درې وخته خوړو څخه د هغه یو وخت هم په سمه توګه نه شي پیدا کولی. د مناسبو او صحي خوړو نشتون د خوارځواکۍ د زیاتوالي لامل دی که چېرې همدا ډول دوام پیدا کړي هېواد به له روغتیايي ناورین سره مخ شي.»

د دغه روغتون ډاکټران له افغانستان سره د روغتیا په تېره بیا له خوارځواکۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو مرستو پرکمېدو اندېښنه څرګندوي.
 
د اندراګاندي روغتون سرطبیب محمد لطیف باهر وايي:«نړۍوالې مرستې کمې شوې دي د دغه روغتون ظرفیت کم شوی د ډېرو ناروغانو وړتیا نه لري او موږ د نړۍ له هېوادونو غواړو چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

هېوادوال په بېلابېلو برخو په تېره بیا د روغتیا په برخه کې د نړۍوالې ټولنې مرستې مهمې بولي.

د اندراګاندي روغتون ډاکټران هم وایي چې مناسبو خوړو ته د خلکو نه لاسرسي، د خوراکي توکو د بیو لوړوالي او په افغانستان کې د زرګونه کورنیو بې ځایه کېدو په هېواد کې د ماشومانو خوارځواکي زیاته کړې ده

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه