Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارو وزارت: کابل کې د جنايي جرمونو په تور ۸۰ کسان نیول شوي

د کورنيو چارو وزارت وايي په کابل کې د روانې اوونۍ په لړ کې ۸۰ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.

د ياد وزارت وياند سعید خوستی طلوع نيوز ته وايي، په نیول شوو کسان کې يو شمېر يې په انسان تښتونې، وسله والوغلاوو او وژنې تورن دي.

د کورنیو چارو وزارت وياند سعید خوستی وايي:«په تېرو ورځ کې موږ ډېر مجرمین نیولي دي، وسله وال غله مو نیولي دي، او هغو چې د خلکو په وژنه کې یې لاس درلود نیول شوي دي او پر دوی به قانون تطبیق شي. پر دوی به د قانون تطبیق د نورو لپاره عبرت شي او په ښار کې به د امنیت سبب شي.»

د کابل د اتمې حوزې مسولين وايي، په تازه عملیاتو کې يې د درې مېرمنو په ګډون د يوې کورنۍ پنځه غړي نیولي دي، چې يوه کوچنۍ ماشومه يې تر تښتونې وروسته وژلې وه.

د يادې حوزې مسوولان وايي، دا عملیات د کابل ښار سیدنورمحمد شاه مېنې په سيمه کې ترسره شوي دي.

د اتمي امنیتي حوزي د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزي مسول وايي:«په دغه قتل کې او اختطاف کې لاس لري، او نورې ادعاوې هم پرې وې. مخکې هم نیول شوي دي خو بیا پرې ثبوت شوې نه دي او پرېښودل شوي دي. کله چې ثبوت پیدا شو او موږ لوړو مقاماتو ته وسپارل.»

بلخوا يو شمېر کابل ښاريان بیا وايي، چې وسله والو غلاوو او هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي دي. د دوی په وينا د اقتصادي ستونزو د ډېروېدو په درشل کې دا پېښې د لا اندېښې وړي دي.

د کابل اوسېدونکي حامد وویل:«له همدې امله غلاوې زیاتې شوې دي. په ارزان قیمت دولسمې حوزه کې ډېرې غلاوې دي. په ښار کې هم وضعیت خراب دی.»

د کابل بل اوسیدونکی وحیدالله هم څرګندوي:«د غلاوو او وژنو علت دا دی چې بې کاري زیاته شوې ده. خلک بې کاره دي نو ځکه په غلا لاس پورې کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه میاشت کې د کابل ښار په ځینو سیمو کې د کورونو د تالاشيو او وسله والو غلاوو راپورونه خپاره شوي دي.

د کابل ځينې ښاريان وايي، په دې وروستيو کې هدفي وژنو، تښتونو او د ناڅرګندو وسله والو له لوري د غلاوو په نيت د کورونو تلاشيو اندېښمن کړي‌ دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه