Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان له ګاونډیو هېوادونو ۶۲ مېلیونه ډالره پوروړی دی

د برېښنا شرکت وايي چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه ۶۲ مېلیونه ډالره پوروړی دی او دغه شرکت هڅه کوي چې د دغه پور د پرې کولو لپاره یوه تګلاره پیدا کړي.

د دغه شرکت چارواکي وايي چې د دغې ستونزې د حل لپاره یې له یوناما څخه د ۹۰ مېلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده. د دغو چارواکو په وینا، که چېرې یوناما د دغو پیسو د ورکړې لپاره حاضره نه شي، هغوی اړ دي پر هغو کسانو چې د برېښنا د لګښت پیسې یې نه دي ورکړي او یا د ورکړې وس یې نه لري، فشار راوړي چې پیسې یې ورکړي.

په برېښنا شرکت کې سرچینې وايي دوه میاشتې کېږي چې دغه شرکت د کاونډیو هېوادونو د برېښنا د لګښت پیسې نه دي ورکړي.

یو سند چې طلوع نیوز ته رارسېدلی دی د د ې ښودنه کوي چې د برېښنا شرکت چې یوه اوونۍ مخکې، له څلورو ګاونډیو هېوادونو څخه ۵۱ مېلیونه ډالره پوروړی شوی دی.

د برېښنا عملیاتي ریاست سرپرست صفي الله احمدزی وايي:«یوناما له موږ سره اړیکه نیولې ده او ویلي یې دي چې موږ ستاسو لپاره څه کار وکړو؟ زموږ غوښتنه دا وه چې هغوی له افغانستان سره کابو ۹۰ مېلیونه ډالره مرسته وکړي. موږ وویل چې یوناما د هغو پېرودونکو د برېښنا بلونونو لګښت کاونډیو هېوادونو ته ورکړي چې د پوروړي دي او یا د پیسو د ورکړې وس نه لري. او موږ په دې ځای کې د هغو پیسو رسید اجرا کوو.»  

احمدزی وايي چې ګاونډیو هېوادونو ته په پرله پسې لیکونو کې، هغوی ته د پور د پرې کولو ژمنه کړې ده او په مقابل کې له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي دي چې پر افغانستان پرېښنا پرې نه کړي.

د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب هم وايي:«که چېرې بل ورنه کړل شي، د دې خطر ډېر شتون لري چې ګاونډیان به په تدریجي توګه برېښنا کمه او بالاخره پرې کړي. برېښنا شرکت باید دغه ستونزه په بیړه حل کړي.»

ورته مهال هېوادوال چې په خراب اقتصادي وضعیت کې دي، وايي چې نوی حکومت باید دغو ستونزو ته په جدي توګه رسېدنه وشي.

د کابل اوسېدونکی احمد رشاد څرګندوي:«له ګاونډيو هېوادونو غواړو تر هغې چې زموږ حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي، له موږ سره همکاري وکړي چې له برېښنا بې برخې نه شو.»

د شمېرو پر بنسټ، افغانستان د میاشتې د ۲۵-۲۲ مېلیونو ډالرو له ګاونډیو هېوادونو برېښنا پېري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه